سعودي عربستان: د شيعه ګانو په يو جومات کې چاودنې مرګ ژوبله واړوله

نن ټکی اسیا (جمعه، غبرګولی۱، ۱۳۹۴ل): د سعودي عربستان کورنيو چارو وزارت وايي، چې نن د جمعې د لمانځه پر مهال د قطيف ولايت قديح ښار کې د شيعه ګانو په يو جومات کې چاودنې ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله واړوله.

لومړني معلومات وايي، چې په دغه چاودنه کې لږ تر لږه شپږ تنه وژل شوي او لسګونو نور ټپيان دي.

مرستندويه ډلې وايي، چې ټپيان د سيمې روغتونونو ته لېږدول شوي دي او د ګڼو ټپيانو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ دی.

ويل کيږي، چې د قديح ښار ډېری اوسېدونکي شيعه ګان دي او دا لومړي ځل دی، چې د شيعه ګانو په يو جومات کې چاودنه کيږي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
ډاکتر احمدی
میلمه
ډاکتر احمدی

دا نو بد بختی ده