
فلسطینۍ مور خپل جاسوس زوی مجاهدینو ته تسلیم کړ
نن ټکی اسیا (جمعه، غبرګولی۱، ۱۳۹۴ل): یوې فلسطینې میرمن وروسته له هغه خپل زوی مجاهدینو ته تسلیم کړ چې څو اونۍ وړاندې يې د اسرائیلو له استخباراتو سره د نوموړي اړیکي کشف کړې.
فلسطیني رسنیو ویلي چې دغې میرمن په غزه کې د مجاهدینو چارواکو ته خبر ورکړ چې زوی یې اسرائیلو ته جاسوسي کوي او باید ونیول شي.
دغه میرمن زیاتوي چې ډیره هڅه یې وکړه چې خپل زوی قانع کړي تر څو پخپله ځان تسلیم کړي، خو زوی یې اسرائیلو له مجاهدینو څخه ډارولی وه او له دې کار څخه یې ډډه کوله.
د فلسطیني رسنیو په وینا، دغې میرمن د غزې امنیتي چارواکو سره په خبرو کې ویلي چې زړه یې په زوی ټوک ټوک کیږي خو له وطن، جهاد او مقاومت سره د مینې او محبت په وړاندې د «خاین زوی» مینه ورته هیڅ اهمیت نه لري.
د دې پوښتنې په ځواب کې چې ولې یې دغه اقدام ته زړه ښه کړ او زوی یې مجاهدینو ته وسپاره؟، نوموړې ویلي:
«دوه لاملونه وه، لومړی په خپل زوی د شفقت له مخې؛ ځکه چې د هغه د معلوماتو پر بنسټ به اسرائیل د بې ګناه فلسطینانو وینې تويوي او زما په خپل زوی نه لوریږي چې د فلسطینیانو په قتل کې شریک وګرځي، او دوهم دا چې خدای مه کړه اسرائیلو ته به داسې معلومات ورکړي چې د جهاد او مقاومت په زیان تمام شي».
دغې فلسطینۍ مور د غزې له چارواکو غوښتنه کړې چې د هغې د دغه جرئت په بدل کې چې زوی یې په خپل لاس ورسپارلی، باید له زوی سره یې په جزا کې تخفیف وشي. نوموړې همدا راز ډاډ څرګند کړی چې تر اسرائیلو به مجاهدین د هغې پر زوی ډیر زړه سوی او ترحم ولري.
د غزې امنیتي چارواکو د دغې فلسطینۍ میرمن دا اقدام ستایلی او ژمنه یې کړې چې د هغې له خاطره به یې له زوی سره تساهل او تخفیف وکړي.
که څه هم اسرائیل په فلسطین کې خپلو جاسوسانو ته داسې ذهنیت ورکوي چې که د مجاهدینو لاس ته ولویږي سمدستي اعدامیږي، خو فلسطیني مجاهدینو همیشه اعلان کړی چې که هر اسرائیلي جاسوس پخپله ځان تسلیم کړي او توبه وباسي، دوی به د ژوند ضمانت ورکوي او پریښودل کیږي.