نظــر

سطحي روشنفکران اوپښتني ټولنه

ليکوال سيد رحيم

په نيويارک کي يو امريکايي ايټالوي توکمه څېړونکی پېژنم. د افغانستان په باره کي دده په قول د زيات وکم دېرشو کالو راهيسي څېړني کوي. دفارن پاليسۍ په مجله کي يې د افغانستان دمسايلو په باره کي ليکني خپرې سوي دي. يوه ورځ زما او دده د افغانستان او پښتنو په باره کي سره بحث و. ما ورته ويل چي زموږ دپښتني ټولني روڼ اندي که څه هم روڼ اندي ياديږي او دخپلي ټولني د پېژندنګ ادعا کوي خو دپښتني ټولني په باره کي د دوی درک ډېر زيات کمزوری دی. رښتيا خبره خو دا ده چي زموږ د ټولني مادي او معنوي بنسټونه همدې روشنفکرانو لړزولي دي.

زما له نظره سره يې موافقه وښووله او يو په زړه پوري کيسه يې راته وکړه. ويله يې چي د افغانستان د خلکو د ډموکراټيک ګوند مهم مشر حفيظ الله امين دنيويارک کولمبيا هنتون ته د زده کړي لپاره راغلی و. دغه امريکايي ليکوال وايي په هغه زمانه کي يوه ورځ د افغانستان د چارو يو بل امريکايي پېژندل سوی ليکوال لاوس ډوپرې د حفيظ الله امين سره په يوه غونډه کي سياسي بحث سوی و. وايي چي حفيظ الله امين د افغانستان او پښتني ټولني دپرمختګ لپاره ديو سوشليسټ انقلاب لار غوره لار بلله. حفيظ الله امين پردې خبره ټينګ و، چي د افغانستان دخلکو ډموکراټيک ګوند به په افغانستان کي يو سوشليسټ انقلابي بدلون راولي او دی په دې لار کي مبارزه کوي.

دغه امريکايي ليکوال کيسه کوله چي د ډوپرې او حفيظ الله امين بحث خورا تاو واخيست. ځکه چي لاوس ډوپرې په ټينګار ورته ويله چي افغانستان او پښتني ټولنه دغه ډول سوشليسټ انقلاب ته چي تاسي يادوئ ورته برابره نه ده. خو حفيظ الله امين خپله خبره په ډېر ټينګار کوله. دغه و، چي دبحث په پای کي ډوپرې په ملنډو حفيظ الله امين ته وويل چي که تاسي په افغانستان کي دغه ډول بدلون غواړئ نو لومړی د نيويارک د ښار پبليک لايبرېرۍ ياني عام کتابتون ته ولاړسئ. هلته د افغانستان د پېژندګلوۍ په باره کي يوڅو کتابونه ولولئ چي افغانستان او پښتانه وپېژنئ نو بيا دخپل انقلاب خبره وکړئ. دده له قوله چي دغه د حفيظ الله امين او لاوس ډوپرې غونډه په بې خوندۍ پای ته ورسېده.

تردې چي ويل کيږي حفيظ الله امين د روسانو سره هم تردې کچي پوري غافله او ناخبره و، کله چي دی دتاج بېګ په ماڼۍ کي د روسانو له خوا کلابند و او ترهغه وخته پوري حفيظ الله مين د روسانو په دښمني او مخالفت نه و خبر چي روسي عسکرو په مردکو چارماري کړ.

خو هغه افغانان چي حفيظ الله امين يې پېژانده ددې خبري پخلی کوي چي په تدريس کي يو ډېر تکړه او بې جوړې استاذ و. ګوند ته د زلميانو په جذبولو کي يې ځانګړې وړتيا درلوده. خو دا چي خپله ټولنه او پښتانه يې نه پېژندل پای يې ټولو ته مالوم سو.

هغه دچا خبره هم بور او بدنام. زموږ هيواد او پښتانه په دې زمانه کي ديونړيوال يرغل او جنګ سره لاس او ګرېوان دي. يرغلګرو دخپل يرغل په ترڅ کي پر ډېر زياتو ظلمونو سربېره دحامدکرزي او اشرف غني په نامه دوه داسي ګوډاګيان زموږ پر ټولنه په وچ زور مسلط کړل چي زموږ په ولسي ټولنه کي هيڅ ډول ريښې نه لري. که څه هم د دوی په ملاتړ د دوی بادارانو بې شمېره پيسې ولګلولې چي د دوی څخه ملي شخصيتونه جوړکړي. خو ددې شخصيتونو دګومارل سوو پلويانو شمېر يوازي په اينټرنيټ او فيسبوک کي محدود دی.

يرغلګرو زور وواهه چي د پښتنو ملي غرور داسي ور مړ کړي چي مال اوناموس يې دواړ ور لتاړ کړي. ديوه ګوډاګي حامدکرزي پر لاس يې دغازي امان الله ميډال بوش ته ور کړ اود بل ګوډاګي اشرف غني پر لاس يې د افغان ملت دملي اتل غازي وزير اکبر خان ميډال د امريکا سفير جېمز بي کنينګهام ته ورکړ. خو د ولس روحيه په دې دښمنۍ کي ماته نه سوه خو لا غښتلې سوه. پښتني مقاومت د دوی په وړاندي نور غښتلی سو. روان پښتني مقاومت که څه هم دطالبانو په نامه يوې مذهبي ډلي ته منسوب دی چي په ظاهره پښتونولي نه مني خو ددې مقاومت جوهر بالقوه او باالفعله پښتني ولس دی. دا واقعيت که څه هم افغاني سطحي روشنفکران نه مني خو ديرغلګرو ټول واکمن، تينک ټانکونه او تګلاري جوړونکي روان مقاومت دپښتنو دسوچه مقاومت په توګه څېړي. دا مقاومت د ملا محمد عمر اواسلامي امارت په نامه نه پېژندل کيږي. واقعاً دپښتني مقاومت په سترګه ورته کتل کيږي.

خبره مي په دې کي وه چي اوسنيو روشنفکرانو دتيرو روشنفکرانو له تاريخ څخه هيڅ هم نه دي زده کړي. دا چي زموږ په ټولنه کي هر لوستی کس ته زموږ معصوم پښتانه اينجينر صاحب او ډاکتر صاحب وايي که څه هم هغه به بېل مسلک ولري نو زموږ دروشنفکرانو څخه يې ځان ورک کړی دی. ډاکتر به دطيب وي دی داسي فکر کوي چي دپښتني ټولني دهري ستونځي دارو دی. په تېره هغه کسان چي په سياسي علومو کي يې شهادتنامه له بهر څخه راوړې وي هغه خو نو ځان پر ټولنه داسي کنجوي چي خبره نه ورته کيږي. خپله هره خبره دکاڼي کرښه بولي. دوی فکر کوي چي په دې ډيګرۍ دوی افغانستان هم پېژني. بې هويته او بې کلتوره روشنفکره دټولني هره ستونځه پر ولس تاوانوي. حتی هغه ستونځي چي خپله د جناب ډاکتر او اينجينر صاحب له لاس پېښي دي. په داسي حال کي چي زموږ دټولني دناروغيو يو لوی سبب همدا روشنفکره ډاکتر صاحب او اينجنير صاحب ځکه دي چي دوی يې نړيوالو ته په پېژندنګ کي داسي غلته نوخسه ليکلې چي په خپله هم سم نه په پوهيږي.

پښتني ټولنه که څه هم په دې نړيوال جنګ کي دمشرتابه له بحران سره مخامخ ده خو دابحران تل پاتی نه دی. پښتانه به ددې اوږدې لوبي په پای کي خپل ښاغلي اتلان ديو طبعي اړتيا له مخي خامخا ولري. حامدکرزيان، اشرف غنيان او نور دغه ډول ګوډاګيان په پښتني ټولنه کي د مشرتابه ظرفيت نه لري او نه يې درلودلای سي. ځکه چي پښتني ټولنه دخپلي ځانګړي پېژندګلوۍ او روحيې له مخي دپرديو په لاس جوړ سوي ګوډاګيان نه منلای سي اونه يې زغملای سي. زموږ دټولني دنن او پرون حوادث ددې خبري تايد کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x