نړۍ

چين کې ورښتونو پنځلس تنه وژلي او لسګونو زره يې بې کوره کړي

نن ټکی اسیا (جمعه، غبرګولی۱، ۱۳۹۴ل): د چين سويل او مرکزي سيمو کې ورښتونو او توپان لږ تر لږه پنځلس تنه وژلي او لسګونو زره نور يې بې کوره کړي دي.

چينايي چارواکي وايي، چې جيانګشي سيمه د نورو په پرتله ورښتونو ډېره ځپلې او تر اوسه د دغې سيمې اته کسان وژل شوي او پنه شپېته زره يې بې کوره شوي دي.

د چين سويل ګوانشي سيمه کې د ورښتونو له امله پنځه تنه مړه شوي او اته نور ورک دي.

هونان سيمه کې تر اوسه دوه تنه مړه شوي او شاوخوا دوه زره کسان خوندي سيمو ته لېږدول شوي دي.

تر اوسه د دغو ورښتونو له امله سلګونو کورونه ويجاړ شوي او د نورو ورښتونو وړاندوينه هم شوې ده.

د سختو ورښتونو له امله د چين سلګونو پروازونو لغوه شوي او د چين په منځني او سويلي سيمو کې د بارانونو له امله دوه ميټره اوبه راختلي دي.

د چين په ګڼو سيمو کې د ژوند چارې په ټپه ولاړې دي او چارواکي هڅه کوي، چې خپل هېوادوال خوندي سيمو ته ولېږدوي، تر څو د ورښتونو له امله د مرګ ژوبلې مخه ونيول شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x