افغانستان

روزګان: طالبانو لس پوستې نیولي او ۴۰ عسکر ورته تسلیم شوي دي

نن ټکی اسیا (جمعه، غبرګولی۱، ۱۳۹۴ل): د روزګان ولايت محلي چارواکي وايي چې طالبانو د دغه ولایت خاص روزګان په ولسوالۍ کې لږ تر لږه لس امنيتي پوستې نیولي دي.

د روزګان ولایت د پولیسو یو لوړپوړي چارواکي یوه محلي خصوصي تلویزون ته په مرکه کې ویلي، چې د تیرې اونۍ راهيسې په روانو جګړو کې لس پوستې د دولت له لاسه وتلي، او لږ تر لږه ۴۰ پولیس د خپلو ټولو وسلو او مهماتو سره طالبانو ته تسليم شوي دي.
نوموړي ویلي چې تر اوسه دوی سره د مرګ ژوبلي کره شمېره نسته.

تر اوسه د دې پيښي په اړه دولت څه نه دي ویلي، مګر د طالبانو وياند قاري محمد يوسف احمدي رسنيو ته په لېږل شوې خبرپاڼه کې څرګنده کړې، چې د دوی ملګرو د روزګان په بېلابېلو سيمو کې د ملي اردو ګڼې پوستې نيولي او ګڼو عسکرو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.

احمدي زياتوي، چې چهارچينو ولسوالۍ اړوند ګرم آب او سپيره کوه سيمو کې د دوی ملګرو د ملي اردو او پوليسو پر پوستو بريدونه کړي، چې نتيجه کې يې درې پوستې د دوی ملګرو نيولي او درې عسکر يې ژوندي نيولي دي.

د قاري محمد يوسف په وينا د همدې ولايت چوره سيمه کې تېره شپه د دوی ملګرو دوه امنيتي پوستې نيولي او ګڼ شمېر سپکې او درنې وسلې يې غنيمت کړي دي.

د يو بل خبر له مخې طالبانو د روزګان دهراود ولسوالۍ مسيکينک او شوريجي سيمو کې د ملي اردو او پوليسو پر پوستو ډله ييز بريد کې درې پوستې نيولي، ۱۲ عسکر، يو رينجر او ګڼ شمېر سپکې او درنې وسلې يې هم غنيمت کړي دي.

د يادونې وړ ده، چې طالبانو د عزم پسرلني عملياتو په ترڅ کې د پلازمېنې کابل په ګډون د هېواد لر و بر کې خپل بريدونه او چاودنې زياتې کړي دي.

د پېښو څارونکي وايي، چې د طالبانو عزم عمليات د پخوا په پرتله بې ساري او چټک بلل کيږي، چې امله يې حکومتي چارواکي اندېښمن شوي دي.

د ګډ حکومت مشر اشرف غني وايي، چې دوی جګړه نه کوي او اوس مهال دوی په دفاعي حالت کې قرار لري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
seifullah

اسلام

طوفان طوطاخیل

طالبانو خو دوې ورځي وړاندي لا بیخي ډېرڅه ویلي دي ولي تاسو ورباندي سترګي پټي کړي دي ، تاسو الاماره ویب سایټ وګورئ په لاندي لینک کلیک وکړئ په دې اړه به دطالبانو ویل درته معلوم شي ،
http://alemara1.org/?p=13281
داچې نن یې څومره پوستې نیولي نو هم په الاماره ویب سایټ یې کتلی شئ ،

رحمن الله

وروره زان فویی که هغه مخکنی خبره ده

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x