فارياب کې د واده په مراسمو بمي بريد پنځلس تنه ټپيان کړي

نن ټکی اسیا (جمعه، غبرګولی۱، ۱۳۹۴ل): د فارياب ولايت اندخوی ولسوالۍ کې د يو دولتي مامور د زوی د واده په مراسمو کې بمي بريد پنځلس تنه ټپيان کړي دي.

د اندخوی ولسوالۍ چارواکي وايي، چې تېره شپه د دغې ولسوالۍ دعوايدو مدير نور محمد د زوی واده و، چې ناڅرګندو بريدګرو يې د واده په مراسمو کې بمي بريد وکړ.

د اند خوی ولسوال سلطان سنجر رسنيو ته وويل، چې ټپيانو کې د اوو تنو روغتيايي حالت ښه و او له روغتونه رخصت شوي او د پاتې نورو کسانو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ ښودل شوی او له همدې امله اوس روغتون کې د درملنې لاندې دي.

د واده ګډونوال وايي، چې بمي بريد په داسې حال کې وشو، چې د نور محمد د زوی د واده په خوښۍ کې د موسيقي پروګرام روان و.

ځايي خلک وايي، چې کېدای شي دا بريد ځايي طالبانو او يا هم د شخصي دښمنۍ له امله شوی وي.

د اندخوی امنيه قوماندان حبيب الله هم د پېښې پخلی کوي او وايي، چې د پېښې پړه تر اوسه چا پر غاړه نه ده اخيستې او دوی هم تر اوسه په دې اړه څوک نه دي نيولي او نه يې پر کوم ځانګړي جهت شک شته.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د