ولې د افغان حکومت سترګې «آی ایس آی» ته مړې دي؟

زاهد احمد مخلص

تیره ورځ مې د ښاغلي نظر محمد مطمئن په فیسبوک پاڼه یوه پوښتنه ولوسته چې لیکلي يې وه: «ولسمشر غني او اجرایوي رئیس عبدالله په هره کوچنۍ او لویه مسئله کې اختلاف کوي. محقق او دوستم هم کله ناکله اختلاف څرګندوی. سوال دادی چې د آی ایس آی سره د تړون اړوند ولي ټول یوه خوله او هم نظره دي؟»

واقعا ډیره جالبه او اړینه پوښتنه ده، او په ځواب یې شاید ډیر لږ خلک وپوهیږي او یا یې د څرګندولو جرئت وکړي. د دې لپاره چې د دغې پوښتنې د ځواب اصلي جرړو ته ورسیږو لازمه بولو چې د څوارلس کلن حکومت د رامینځ ته کیدو تاریخ راوسپړو.

هغه ورځ به د ډیرو په یاد وي چې پر افغانستان د B52 او کروز میزایلو لومړۍ شپې وې، په افغانانو کې د امریکا د نامه له اوریدو څخه ویره خپره وه، طالبانو له کابل او ولایتونو څخه پرلپسې عقب نشیني کوله، په همدې حال کې راپورونه خپاره شول چې امریکایانو له کویټې څخه حامد کرزی او له پیښور څخه قومندان عبدالحق په ارزګان او ازره کې پراشوټ کړي او له طالبانو سره یې جګړه پیل کړې، چې وروسته عبد الحق د طالبانو لخوا محاصره او له خپل وراره سره یو ځای ووژل شو، او کرزی د بن کنفرانس په نتیجه کې د موقتي ادارې مشر وټاکل شو.

که د امریکا له یرغل وروسته د کابل حکومت تاریخ ته وګورو، د دغه حکومت د بنسټ ډبره په پاکستان کې ایښودل شوې، له پاکستان څخه یې نشات کړی، مشران یې له پاکستان څخه راوړل شوي او پاکستان له دوی سره ډیرې مرستې او ښیګڼې کړي. نو په همدې اساس که په تیرو څوارلسو کالو کې د پاکستان په اړه د دغه حکومت سیاست ته ژور نظر واچوو، یوازې او یوازې په لفظي مخالفت راڅرخيدلي، اما کله چې د عمل میدان راغلی بیا د پاکستان سر سخت مخالف تر هر چا وړاندې خپلي شخصي او ملي ګټې د دغه هیواد په لمن کې غورزولي، او د پاکستان پر وړاندې يې په مړو سترګو غبرګون ښودلی.

د پاکستان په وړاندې د کابل حکومت د دغې مړتتې پالیسې دلیل هغه نظامي او مالي مرستې او کومکونه دي چې پنجاب له دوی سره څوارلس کاله پخوا تر سره کړي. پنجاب د طالب واکمني راوپرځوله او دوی یې واک ته ورسول، پنجاب د طالب پرضد ودرید او له امریکایانو سره یې اوږه په اوږه د طالب پر خلاف جګړه وکړه.

هو! پاکستان ته د دوی سترګې له هغه وخته مړې دي چې د پنجاب له پوځي اډو به په امریکايي الوتکو کې پورته کیدل او د افغانستان په خاوره به پراشوت کیدل. له هماغه وخته رانیولې بیا تر نن ورځې پورې د کابل حکومت هر لوړ پوړی او ټیټ پوړی چارواکی د پاکستان د هغو مرستو مرهون دی چې له امریکا سره یې د طالبانو واکمنۍ په راپرزولو او قدرت ته د دوی په رسولو کې ترسره کړي. د دوی په اوږو له هماغې ورځې د پاکستان نیکي بار ده، ځکه دوی پوهیږي چې که پاکستان امریکا ته نظامي اډې نه وای ورکړې، چیرې دوی او چیرې ارګ او وزارتونه، دا د پاکستان مرستې وې چې دوی یې د امریکا د هوټلونو له ژونده خلاص او په افغانستان کې یې ورته د واک زمینه برابره کړه.

دوی چې نن د ګوشتې او کونړ په ولسونو د پاکستاني راکټونو پر وړاندې نر موقف نه شي غوره کولای، علت یې دا دی چې هاغه شاهین او غوري میزایل یې په یاد دي چې پاکستان به د دوي په حمایت د چراټ له پوځي چاوڼیو څخه د افغانستان پر مظلوم ولس توغول؛ تر څو د طالبانو واکمني ړنګه او دوی واک ته ورسوي. دوی به اوس په کومو سترګو له پاکستان څخه پر کونړ د راکټونو د بندیز غوښتنه کوي؟

که د افغان حکومت په تاسیس او رامینځ ته کیدو کې د پاکستان رول ته وکتل شي ګڼې پوښتنې به راپورته او ګڼې نورې پوښتنې به پخپله حل شي، چې ولې د کرزي له دورې نیولې تر ننه پورې د پاکستان په رابطه د کابل چارواکو د خبرو او عمل ژبې ځمکه او اسمان توپیر لري ؟ ولې له پاکستان سره د همدومره دښمنۍ باوجود په تیره لسیزه کې د پاکستان پر خلاف د هیڅ عملي اقدام بیلګه نه سترګه کیږي؟ ولې تر اوسه په سرحدي سیمو د پاکستاني بریدونو په وړاندې دولت د زغرد اقدام جرئت نه شي کولی؟ ولې د ملي امنیت په زندانونو کې د پاکستاني مستنطقینو لخوا تحقیقات کیږي؟ ولې د وزارتونو او والیانو په کچه د پاکستان مشهور او بیرغي ایجنټان په دندو ګومارل شوي؟ ولې د میلیاردونو ډالرو د باران او لافو باوجود په روغتیايي او تعلیمي برخو کې اساسي زیربناوې نه جوړیږي او ولس مو د معمولي مرض د تداوۍ لپاره پاکستان ته اړ ساتل کیږي؟ ولې له پاکستان سره د ډیورنډ پر کرښه د امنیتي پوستو د جوړولو سند لاسلیکیږي؟ ولې د دغې کرښې په رسمیت پیژندلو ته مقدماتي هڅې په لار اچول کیږي؟ ولې اشرف غني د پاکستان په تشې یوې غوښتنې د پاکستاني طالبانو مشر لطیف الله محسود بلا قیده او شرطه پاکستان ته ورسپاري؟ او ولې… او ولې….

د دې ټولو پوښتنو ځواب همدا دی چې د دغه حکومت د بنسټ ډبره د هغه پنجاب په بې دریغه مرستو ایښودل چې نن په ډیرې بې شرمۍ طالبانو ته د هغوی د ملاتړ ګوته نیسي. نن چې له امریکايي یرغل سره د پنجاب د کومکو په برکت په کابل کې ناست دي او طالبان د پاکستان په مرستو تورنوي، په حقیقت کې دا د پاکستان لپاره یو بل خدمت دی چې دوی یې ترسره کوي، او ښايي دا هم د پاکستان لخوا ورکړل شوی دستور العمل وي. ترڅو له یوې خوا د پاکستان لپاره په نړیواله کچه سیاسي او دیپلوماتیک امتیازات او کریډیټ راجلب کړي، او له بلې خوا د پاکستان له هغې بربنډې مداخلې او نفوذ څخه د خلکو سترګې بل خوا واړوي چې د حکومت په وینو او رګو کې يې نفوذ کړی.

ځیني حقایق د وخت په تیریدو سره رابرسیره کیږي، له ISI سره د همکارۍ توافقنامه نه لومړۍ پیښه ده او نه به وروستۍ وي، دا به یو وخت لا جوته شي چې پنجاب او د کابل چارواکي، چې په رسنیو کې د ناز جګړې کوي، په خپل مینځ کې څومره شیر او شکر دي.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
1 د تبصرو شمېر
2 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
عزیزاحمد لعلی
میلمه
عزیزاحمد لعلی

ښاعلی ! سلام ستا لیکنه بیخی یو طرف ته تللی ، ستا په نظر چی د همدی حکومت ډبره له اول څخه د پاکستان په لاسه ښودله شوی ، او له طالبانو سره هم پاکستان جکړه کړی چی ترڅو دا حکومت ټینکه شی . زما لاندی پښتنو ته جواب راکړه ۱- د طالبانو حکومت د چا لخوا جوړه شو 2- مالی مرستی یی چا کولی 3- نیظامی ذدکړی یی په کوم ځای کی ترسره شوی . او ولی تر اوسه پوری یی په پاکستان کی قوی فعالیت ښته . زما نظر دادی چی ټوله لوبه امریکا په خپله جوړه کړی… نور لوستل »

نسیم
میلمه
نسیم

عزیزاحمد لعلی دامریکا څخه مو (نعوذبالله) خدای راته جوړ کړی. ستا په تبصره کی هم د امریکا لاس ښکاریږی

yousuf
میلمه
yousuf

نسیم! ما هم همدا ستا مطلب پوښتنه تری کوم، چې په دی دنیا کې پرته د امریکایې فرعونیانو له ارادی نور هيڅ نه تر سره کیږي؟ په دا ډول عقایدو به ځان… که ستا ګاونډی په شرعی بڼه له تا سره مرسته وکړي ته څه ستونزه پکې لري؟ خو افسوس دا هسی د زړه بړاس ده چې یو څوك یې بیان کړی. له الله ویره وکړئ، د الله په دین کې خپل مسئولتونو ته پام وکړئ… هغه حکومت چې تر هیڅ چا پټ نه د لمر په څیر ځلانده له سر تر پایه د نفس او هوا د خپل فکر… نور لوستل »