نظــر

دظاهر هويدا په مړينه خطاب صاحب د وير په ټغر

پرون مي د معمول سره سم دټلويزنونو پروګرامونه ښكته پورته كول چي دخطاب صاحب په پروګرام برابر او ورته غوږ شوم چي دالقابو په وركولو او خپل ويراو خفګان يي ښكاره كاوه زما سره ويره پيدا شوه چي په خطاب صاحب بيا څه ټكه رالويدلي ده دخواركې ځوان زوي خو څه موده مخكي دحق لاره كي تللي الله ج دي خير كړي چي بيا يي كورنۍ كوم نژدي كس دلاسه نه وي وركړي خو د يو څه ځنډ څخه ورسته راته پته ولګيده چي ظاهرهويدا په حق رسيدلي دي قالو انا لله وانا اليه راجعون .

زه هم مرحوم ته دلوي الله ج دربار ته د دعا لاسونه پورته كوم اوكورنۍ ته يي دزړه صبرغواړم.

دا چي زه خبرونو سره ډيره مينه لرم نو د عادت سره سم ټولي ويبپاڼي څنډم چي د ظاهر هويدا دمړيني خبر مي دتاند په درنه ويبپاڼه كي ولوست هلته دوه تنو په تبصري كړې وي چي يويي داشناپال تبصره كټ مټ رانقلوم.

(يوه ورځ په كابل كي د دوستانو سره ټلويزون ته ناست وم او د يو كنسرت انانسري مرحوم هويدا كوله چي دكوم پښتون هنرمند نوم ياد شوو نو په خواء كي يو بل تن پوښتنه وكړه چي څوك: مرحوم ورغبرګه كړه چي (همان پاي ګرداء) نو د كور خاوند د دوستانو څخه تپوس وكړ چي دايي څه وويل هغه وويله چي په دي پوه نه شوي نو ځواب ضروري نه وه داسي تشريح كړه چي دا زوي مړي پرچمي دي اوټول پښتانه د اوښانو دپښو سره تشبيه كوي نو د كور خاوند وويله كه عقيدوي اختلاف دخلقيانو سره لري نو مونږه پښتنو څه ګناه كړي مګر ورسته معلومه شوه چي قومي تعصب يي په وينه او رګو كي چليده.

اوس را ګرزم دليكني اصلي مطلب ته چي دا خطاب صاحب خو هم په خټه پښتون دي كه په دي برخه كي خو به ووايي چي ماته قومي اوژبني اړيكي دومره د ارزښت اوقدر وړ نه دي شخصي مناسباتو، د شخص دشخصيت ميعار او پخواني مناسباتو ته ډير د قدر په سترګه ګورم خو فكر كوم په دي برخه كي هم درواغ وايي ځكه څه موده مخكي دافغانستان تاريخ پوه، مبارز او ليكوال چي د ده سره لس كاله په راډيو كي دتاريخ په برخه كي همكاري درلوده ومړ د هغه په برخه كي د ده پڅ غبرګون دهويدا په تناسب.
دهغي يي داسي يادونه وكړه لكه چا چي داعلان په توګه ورته لارښوونه كړي وي دا ډير دافسوس ځاي دي چي پښتانه دخپلو د لاسه رنګ رنګ وهل كيږي او ځپل كيږي زه د پښتو په دي متل اكتفاء كوم (ټولو ته د ازله وي مونږ ته د مير افضله وي)

په درنښت

اشناپال

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x