دیني، سیرت او تاریخ

تر هغو به همدا صليبي غوبل ادامه لري

دادالله (هدايت)

صليبيانو چي په سر کي يي آمريکا ده د مسلمانانو د بايلل سو عزت (اسلامي خلافت) د ړنګيدو څخه وروسته د مسلمانانو پر هر څه قبضه ولګول ، د نظام درلودلو يوه واحد مرجع يي ور دړي وړي کړه ، په ټوله نړي کي پر اسلامي خاورو قبضي شروع سوي ، هر صليبي خونخوار به تر خپله توانه پوري مسلمانان تر ستوني تيرول.

په دي پروسه کي د صليبيانو زياته مرسته هغه کسانو کوله او کوي چي په ظاهره يي ځانونه د مسلمانانو غمخواران ښودل ولي په اصل کي د صليب ملاتړي وه ، دي کسانو کټ مټ د مديني منوري د منافقينو رول اداء کوي هغوي به هم په ظاهر ځانونه د مسلمانانو غمخواران ښودل ولي په اصل کي به د غيري مسلمانانو خواخوږي وه ، کله به چي له مسلمانانو څخه تير سول نو ملنډي به يي په وهلي ، دا مطلب موږ ته الله تعالي په خپل کلام کي داسي بيانوي : وَإِذَا لَقُوا الَّذِينَ آمَنُوا قَالُوا آمَنَّا وَإِذَا خَلَوْا إِلَى شَيَاطِينِهِمْ قَالُوا إِنَّا مَعَكُمْ إِنَّمَا نَحْنُ مُسْتَهْزِئُونَ (14) البقرة

ژباړه : او کله چي به دوي (منافقين) د مؤمنانو سره مخامخ سول نو ويل به يي موږ ايمان راوړي دي ، او کله چي به خپلو شيطانانو ملګرو ته ورغلل ويل به يي موږ خو ستاسو سره يو بشکه چي موږ په دوي باندي ملنډي وهو.

د منافقانو دا ډلي د وخت او زمان په تيريدو سره نوري هم قوي سولي او په مختلفو وختونو کي يي سرونه راپورته کړي دي ، د منافقينو دا ډلي په هر وخت کي زيات دي او لا مخ پر زياتيدو دي.

نو صليبيانو هم په هر زمانه کي د همدي منافقينو په مرسته باندي مؤمنان ځپلي دي او لا يي ځپي.

د صليبي فتنو څخه يوه لويه فتنه چي نن ورځ يي د مسلمانانو په وړاندي د وسلي په شکل استعمالوي د (هويت) يا پيژندني وسيله ده. هغه داسي چي نن ورځ د مسلمانانو څخه د هويت او پيژندني واک صليبيانو په خپل لاس کي اخيستي دي ، هغه کسان چي په نړي کي د صليبي ګټو خلاف ژوند کول غواړي نو دوي يي نړي ته د افراطي ، تروريست ، تهشت ګرد ، متشدد ، جنګ طلب ، بلواګر… په نومونو سره معريفي کوي ، چي په هره منطقه کي يي د دوي روزل سوي نمايندګان په پوره طاقت ورسره زمزمه کوي.

کله چي د مسلمانانو نوموړي ډله د صليبي هويت لخوا څخه نړي ته وروپيژندل سوه بيا نو هغه مباح الدم (چي وينه تويول يي جايز وګرځول سي ) ګرځي ، په نړي کي نور د آرام ژوند نه سي تيرولاي ، د هغه په وړاندي يوازي دوي لاري پاته کيږي هغه دا چي : يا به تر مرګه پوري د دوي سره جنګيږي او يا به ددوي غوښتنو ته تسليميږي.

مسلمان که نن ورځ په نړي کي ژوند کول غواړي بايد لومړي د صليبيانو څخه اجازه واخلي د هغوي قوانين پر ځان ومني که نه نو بيا به له ذکر سوي عواقبو سره مخامخ کيږي.

خو زما په نظر دا هر څه چي نن ورځ پر مسلمانانو باندي مسلط دي علت يي د دوي له دين څخه ليروالي ، بي اتفاقي او د توري پر ځاي رباب ته لاس کول دي ، تر څو چي مسلمانانو په دين پوره عمل ، سره متحد او د رباب پر ځاي توري ته لاس کړي نه وي تر هغوبه همدا صليبي غوبل پر مسلط وي.

ځکه کله چي مسلمانان سره يو وه ، واحده واکداري يي لرل ، د يوه آمير تر امر لاندي وه او د توحيد تر بيرغ لاندي يي ژوند کوي ، نو ټولي صليبي نړي يي په وړاندي د کوږ کتلو جرائت نه سواي کولاي ، په شرق او غرب کي چا مسلمان ته د يوه غنم د داني په اندازه ضرر نه سواي رسولاي ، ځکه که چا مسلمان ته ضرر رسولي واي نو د پوښتني او غچ اخيستني سړي يي درلودلي ، اتومات به يي د هغه پوښتنه کول او د ظالم څخه به يي د مظلم غچ اخيستي ، حتي چي کافر به هم د دوي تر سيوري لاندي د آرام احساس کوي د هيڅ شي څخه به يي ډار نه درلودلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x