ټولنیزه برخه

د مور د خوشحالۍ په لټه! (دوهمه برخه)

لیکوال: م.ش.کاموي

سفر ته وتلو پرمهال دې وروستي ليده مور سره وکړه؛ کوښښ وکړه، ترڅو سفر کولو نه مخکښې دې مور خوشحاله کړې، مخامخ ورته کښېنه، اوږد مجلس ورسره وکړه، وروستی نظر دې پر مور وساته، ترڅو يې د – انشاءالله قبولو- دعاوو څخه برخمن وواوسې، او که لرې ترې اوسېدې، نو بديل يې ورسره تلفوني اړيکه نيول دي.

سفر نه ستنېدو پرمهال دې اولني ليده مور سره وکړه؛ له سفره ستنېدو سره سمدستي، له هرچا دمخه دې مور ته ورشه او سلام او ستړيمشي ورته وکړه، ورسره کښېنه، خوشحاله يې کړه، د سفر د اسانتيا او خپلې روغتيا زيری پرې وکړه، ښايي له راتلو دمخه دې مور خبره کړي وي، ځکه ناڅاپي خبر او ليدنه بد اغېز لري، کله چې کور ته ورسېدې نو بې ځنډه دې مور سره ليدل وکړه، او ښايي چې هيڅ خنډ –ناوخته رسېدل، د خوب وخت… – دې لدې ليدنې مانع ځکه نشي چې د مور زړه او دماغ به هله ارام ومومي، چې سترګې يې د خپل زړه پر ټوټې ولوېږي.

د سفر پر مهال دوامداره اړيکه ساته؛ د سفر پرمهال دې هره ورځ مور سره خبرې کوه، اګر که ډېر لږ –پنځوس سېکنډه- هم وي، ته څه خبر يې چې دې سره دې د مور زړه څومره خوښيږي، او پرېشاني او وېره يې لمينځه ځي، او تشويش يې ورکيږي!.

ورځينۍ ليدن برقرارې ساته؛ که مور دې درسره يو کلي او ښارګوټي کې اوسېده، نو هره ورځ يې ليدو ته ورځه، او دا دنياوي مشاغل او کارونه دې بايد لدې ليدنې او خوښۍ محرمه نکړي، ځکه د مور حق کې دا ورځينۍ ليدنه ډېر لږ شی دی، ښايې ستا دې ليدنو څخه هغې سره د مينې کچه جوته شي، چې څومره توقير يې کوې؛ داسې نه، چې راشې لږ نوی ناست او بېرته لاړشې، او يا، کېښني ژر ژر سات ته ګورې ترڅو ستون شې، نه.. نه.. د مور حق ډېر زيات دی.

که مور دې درڅخه لرې اوسېده؛ کچېرې دې مور درڅخه لرې اوسېدله، ښايي ورځينۍ اړيکې دې ورسره وساتې، او له هيڅ وجې دا جريان قطع نکړې.

مور ته ښه ډالۍ؛ مور ته تر ټولو ښه او غوره ډالۍ د هغه چا سره ښه سلوک او برتاو کول څوک چې پرې ډېر ګران وي –اګر که ستا نوي خوښ- عموما مور باندې يې خپل بچيان – په ځانکړي ډول کشری – ډېر ګران وي، نو ښايې چې ټولو ورونو سره دې ډېر نرم، او له مهربانۍ ډک چلند وکړې، د ژوند چارو کې ورسره مرسته وکړه، اړتياوې يې پوره کړه، د مور زړه به څومره باغ باغ شي کله چې د خپل لاس کرل شوې ونې مېوې پخپلو سترګو وويني!.

د مور سر، تندی، لاسونه، پښې ورسره مخکېد پرمهال ښکل کړه؛ دا يو ډېر ساده حق دی، خو دې کار سره د مور زړه ته ډېر ډاډ او خوښۍ حاصليږي، او دا د مور توقير پرځای کولو يوه ښکلې لاره ده، زما اوس هم د دکتور ميسرة طاهر خبره هيره شوې نده، چې ويل يې: “ما مې د مور سر، لاس او پښې ښکل کړل، بچيانو مې زما، سر، لاسونه او پښې ښکل کړه”

بچيانو ته دې د خپلې مور قدر، په ژبه ورزده او عمل کې وروښايه؛ ښايې چې پلار خپلو بچيانو ته د خپلې مور – چې د بچيانو نيا کيږي- احترام او توقير، او له هغې سره د روييې اداب ورزده کړي، او دا بايد پخپل کرادار کې وروښايي، ترڅو هغوی خپل پلار ووينې چې څنګه خدمت يې کوي، څه ډول احترام يې کوي، نو بچيانو ضرورو د خپل پلار په پل پل ږدي. – دا لار ښوونه ډېره اړينه او مهمه ده؛ ځکه نن زياتره زامن که خپله د مور څه نا څه قدر کوي، خو بچيان يې مور ته د يوې پردۍ او بيګانه مېلمنې په نظر ګوري، او خدمت هسې يې بيګار ګڼي، هغوی يې پلار لدې ندي خبر کړي چې لکه، زه چې ستاسې پلار، دا زما مور ده، ماته داسې ګرانه ده او دومره مينه ورسره لرم لکه تاسې يې چې ماسره لری.. –

اړتياوې، او غوښتنې يې وخت سره پوره کول؛ ښايي زوی د خپلې مور غوښتنې او اړتياوې خپل وخت سره پوره کوي، ځکه دې کار سره زوی د مور زړه ته د نژدېکت لار پيدا کوي، او همداراز له خواشينۍ او خپګان لري کيږي.

کړې وعده به نه ماتوئ؛ هرکله دې چې مور سره وعده وکړه ضرورو يې پوره کوه، او يابيخي وعده مه کوه، ځکه دا کار هم زړه ماتوي، او مور پرې ازاريږي.

خپلې برياوې دې اول د الله تعالی فضل او بيا دې، د مور روزنې ته منسوب کړه؛ دې سره د مور پر زړه خوښۍ وريږي، او د نېمکرغۍ احساس کوي، او ټول روح کې يې خوشحالۍ خوريږي، ځکه کله چې مور داسې کړنه له خپل بچي څخه وويني، داسې احساس کوي چې خپلې برياوې يې په ژوند کې لاسته راوړې. د مور ستره بريا د بچيانو خوښۍ او برياوې ليدل دي، او دا ټول د مور د روزنې مېوه ده، ځکه د بچيانو هره بريا حقيقت کې د مور او پلار بريا ده.

اګر که په حقه هم يې، مور سره به جګړه نکوئ؛ ژوند دی هر ډول خبرې راځي، کله دې چې مور سره کومه مهمه خبره يا مسئله کې توپير پېښ شو، دې لپاره چې مور دې پخپله مصلحه خبره قانع کړې، نو د خپل نظر وړاندې کولو لپاره ډېره اسانه او ښکلې لاره غوره کړه، او کچېرته مهمه مسئله نوه، نو بيا يې بيخي پرېږده، او د مور نظر دې واخله، دا درته ډېر غوره دی.

د خلکو پر وړاندې دې د مور نظر ټيټ ونه ګڼې؛ ښايي د خپلې مور راييې ته هيڅکله په ټيټ نظر ونګورې، که هغه درسره ناسته وي، او يا غايبه، نه به ورپسې داسې خبره کوې چې پرې خوابدۍ شي، او دا کار به نه د پرديو او نه د خپلو ورونو او خويندو سره کوې، ځکه دا ډېره بده خبره، او سخته بې ادبي ده. – نو لدې څخه هم معلوميږي چې بل چاته (که مو ورور وي يا نژدې خپلوان) هم دا اجازه ورنکړو ترڅو مو د مور په اړه داسې خبره وکړي کومه چې دهغې شان کې نه ښايي، او يا پکښې د بې ادبۍ څه څرک وي-

که مور په څه نه پوهېده، له احساس کمترۍ يې وژغوره؛ کيدای شي مور دې له ځينو دنياوي امورو ناخبره وي، نو د دې پرځای چې پدې ناپوهۍ يې ورټل شي، پداسې طريقه د دې موضوع په اړه معلومات ورکړه چې هغه د ناپوهۍ هيڅ احساس ونکړي.

د مور پر وړاندې بې باکه خندا ونکړې؛ مور سره دې د ناستې پرمهال له بې باکه خندا او لوړ اواز څخه خودداري وکړه، او مه يې پر وړاندې ګونځسترګی، او تروشمخی کيښنئ، او پرداسې کار نارضايت مه څرګندوه کوم چې، د مور د خوښۍ سبب دی، ځکه دا هرڅه دې د مور په زړه او اروا باندې ځانکړی اثر لري.

دوهمه برخه په لاندي ادرس لوستلای شئ:

http://www.nunn.asia/44722

ټاګونه

ورته لیکنې

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د
Back to top button
Close
Close