افغانستان

سرنوشت: د ملي امنیت ریاست انټرنیټي سیستم د پاکستانيانو په واک کې دی

نن ټکی اسیا (شنبه، غبرګولي ۲مه، ۱۳۹۴ل): د پاکستان د استخباراتي ادارې او د افغانستان د ملي امنیت ادارې تر منځ د توافقنامې د لاسلیک او وروسته يې له انکار سره جوخت داسې راپورونه ورکړل شول چې د ملي امنيت د ادارې ټول انټرنیټي خدمتونه د پاکستانيانو په واک کې دي.

له کابله خپرېدونکې سرنوشت خپلواکه ورځپاڼه وايي چې د ملي امنیت د ریاست په ګډون د ګڼو دولتي ادارو انټرنیټي خدمات يا د پاکستاني کمپنیو له خوا اداره کېږي او یا هم پکې پاکستاني او هندي اتباع د آی ټې د برخې د مسوولینو او ماهرينو په نوم پکې دندې ترسره کوي.

د مخابراتو و معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت مسوولینو سرنوشت ته ويلي دي چې له دوی سره پاکستانۍ کمپنۍ ثبت دي، خو په خبره يې په امنیتي ادارو کې د انټرنیټي خدمتونو وړاندې کوونکي د دوی په همغږۍ دندې پر مخ وړي.

د ټکنالوژي د برخې ماهرين وايي چې د آی ټې برخې کارکوونکي کولی شي، تر لاس لاندې ادارې ټول انټرنیټي خدمات وڅاري، معلومات ترې را ټول کړي او یا يې هم له منځه یووسي.

د سرنوشت په قول ملي امنيت ادارې ته تر تېر کال پورې د «ندا» او «سریټکس» په نوم کمپنیو انټرنیټي خدمتونه وړاندې کول، چې مهم کارکوونکي يې پاکستانيان دي.

سرچينې د دې برخې د یو ماهر له خولې لیکلي چې دغه کارکوونکي کولی شي، د ادارې ټول انټرنيټي معلومات له ځان سره خوند کړي او هم د آی ټې په نوم د ادارې په کمپیوټرونو کې شته فایلونه ور واخلي یا يې هم له منخه يووسي.

دا په داسې حال کې دی چې څو ورځې وړاندې د پاکستان له استخباراتي ادارې سره د ملي امنيت د همکارۍ او روزنې توافقنامه د عام ولس، ولسي جرګې او مشرانو جرګې له لوري کلکه وغندل شوه او دا يې د ملي ګټو خلاف عمل وباله.

په تازه څرګندونو کې د ملي امنیت شورا مطبوعاتي مسوول رسنیو ته ویلي چې دوی دغه سند نه دی لاسلیک کړی او یوازې يې پر تخنیکي برخه کار شوی دی.

نجيب منلي ويلي چې دوی به د دې سند د لاسلیک لپاره له خلکو سره مشوره کوي، خو په خبره اوس يې پر ځینو برخو کار شوی، چې د توافقنامې د دواړو لورو تر منځ تاييد شوی دی.

دا څرګندونې وروسته له هغه کېږي، چې له ارګه نن ټکی اسیا ته د دې سند پر سر د ملي امنیت د رییس رحمت الله نبیل او ملي امنیت شورا د مشر حنیف اتمر تر منځ د وهلو ډبولو راپورونه ورکړل شول.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x