نړۍ

د سعودي چاودنه: د مړو شمېر تر شلو واوښت، مسؤلیت یې اسلامي دولت په غاړه اخیستی

نن ټکی اسیا (شنبه، غبرګولي ۲مه، ۱۳۹۴ل): تېره ورځ د سعودي عربستان ختيځ القطيف ولايت قديح سيمه کې د شيعه ګانو په يو جومات کې چاودنې لږ تر لږه ۲۱ تنه وژلي او لسګونو نور يې ټپيان کړي دي.

د قديح ښار ډېری اوسيدونکی شيعه ګان دي او په دغه جومات شاوخوا دوه سوه کسان د جمعې لمونځ ته راغلي وو، چې د لمونځ پر مهال جومات کې يوه درنه چاودنه وشوه، چې له امله يې ۲۱ تنه وژل شوي او لسګونو نور ټپيان دي.

اسلامي دولت ډلې د دغه بريد مسؤوليت منلی او زياتوي، چې دوی د يو سرتيري بريدګر په واسطه د شيعه ګانو په دغه جومات کې چاودنه کړې ده.

د سعودي کورنيو چارو وزارت هم وايي، چې دې بريد کې د اسلامي دولت ډلې لاس دی او دا بريد يې په سختو ټکو غندلی دی.

دا لومړی ځل دی، چې اسلامي دولت ډله د سعودي په يو جومات کې د سرتيري بريد پړه مني او وايي، چې دا بريد د ابو عامر النجدي په نوم د دوی يو ملګری کړی دی.

د اسلامي دولت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د ابو عامر په سرتيري بريد کې لږ تر لږه ۲۱ شيعه ګان وژل شوي او شاوخوا دوه سوه ټپيان دي، مګر د سعودي کورنيو چارو وزارت وايي، چې چاودنه کې ۲۱ تنه وژل شوي او پنځوس نور ټپيان دي.

د سعودي عربستان علماوو، پوهانو او رسنيو دا بريد په سختو ټکو غندلی او وايي، چې بريدګر له دې لارې هڅه کوي، چې د سعودي ولس تر منځ درز واچوي او په بېلابېلو نومونو يې ووژني او دوی به هېڅکله پرې نه ږدي، چې څوک سعودي ولس سره ووېشي.

اسلامي دولت د سعودي علماوو د دې څرګندو په غبرګون کې ويلي، چې دوی به د شعيه ګانو او سعودي حکومت پر ضد خپلو بريدونو او چاودنو ته نور هم زور ورکوي.

اسلامي دولت په خپل پيغام کې ويلي: «تاسې ته د مرګ زېری درکوو، تيار اوسئ، ستاسې سپېرې شېبې را روانې دي او موږ به له جزيرة العرب څخه ټول مشرکين وباسو»

لبنان کې ايران پلوې شيعه وسله والې ډلې «حزب الله» د قطيف بريد پړه پر سعودي حکومت اچولې او وايي، چې د دې بريد ټول مسؤوليت پر سعودي حکومت دی.

د حزب الله له لوري په خپره شوې اعلاميه کې راغلي، چې سعودي عربستان سني وسله والې ډلې روزي او د شيعه سعوديانو پر ضد يې جګړو ته راپاروي.

د حزب الله مشر حسن نصرالله وايي، چې سعودي د شيعه هېوادوالو ساتنه نه کوي، بلکې سني علماء د منبر او رسنيو له لارې د شيعه ګانو پر ضد خلک راپاروي.

سعودي امنيتي چارواکي وايي، چې د پېښې په اړه يې پلټنې پيل کړي او دوی به ډېر ژر ټول هغه کسان ونيسي، چې په دغه چاودنه کې لاس لري.

قديح ښار د ختيځ ولايت شمال کې پروت دی او ډېری اوسېدونکي يې شيعه ګان دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
ډاکتر احمدی

د اسلامی دولت ډلی دا کارونه ولی کوی ؟؟ د نفاق تخم شیندی اوس په عربستان کی د اسراییلو او امریکا او ایران په اشاره — ضرورت دی ته څه دی چی ۴۰۰ ملیونه مسلمانانو باندی د کفرټاپه لګوی

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x