fbpx

د ګرځنده تیلیفونو د دریم نسل (۳جي) په ټیکنالوژۍ کی یو بل پرمختګ

3G-mobileدریم نسل هغه ټیکنالوژی ده چه څه موده وړاندی د مخابراتو او معلوماتی تیکنالوژۍ وزارت یی د جواز ورکولو اعلان وکړ
د سیلولر نیوز د راپور له مخی په نژدی راتلونکی کی به د ګرځنده تیلیفونو سیټونه د دی پرځای چه د یوه انتن څخه سیګنل واخلي، نو همزمان به د دوه انتنونو څخه سیګنلونه تر لاسه کولای شي چه دغه نوی پرمختګ به د صوت او ډاټا (انټرنیټ) په کیفیت او سرعت کی پراخ مثبت بدلون راولي.
دغه نوی ټیکنالوژي چه د نوکیا زیمینس او کوالکم لخوا وړاندی کیږي د هیچ ایس پي ای او ملټي فلو په نامه یادیږي.

 

 په اوسني وخت کی ګرځنده تیلیفونونه که د خپلی شبکی د دوه انتنونو سیګنلی ورته ورسیږي نو د هغه انتن څخه چه سیګنل یی قوي وي سیګنل اخلي او ورسره راجستر کیږي او فقط بیا ددغه انتن د لاری صوتي او د ډاتا انتقال صورت مومي.
موجوده شبکه په لاندی ډول ښودلای شو.mobile-tech1
خو په دغه نوي تیکنالوژي کی بیا چه کله هم د ګرځنده تیلیفونو سیټ ته د خپلی شبکی د دوه انتنونو سیګنلی ورشي نو بیا د دستګاه سره ځان د قوی انتن سیګنل له لیاری ثبتوي او دستګاه ته دا هم وایي چه زما خوا ته دغه بل انتن هم موجود دی چه بلاخره د صوت او ډاټا انتقال د دواړو انتنو له لیاری کیږي.
د دغه نوي ټیکنالوژۍ په لړ کی به د ګرځنده ټیلیفونو سیټونو ته انټرنیټی خدمات د دوه انتنونو څخه راځي او طبیعي خبره ده چه سرعت به یی هم دوه برابره ډیر وي.
راتلونکی شبکه په لاندی ډول ښودلای شو.
mobile-tech
هر هغه نوی ټیکنالوژي چه په نړۍ کی اختراع او تولیدیږی نو اول باید د نړیوال ستندرد تر کتنی لاندی تیره شي او د نړیوال ستندرد په لست کی ثبت شي او بیا وروسته د عوامو لپاره د استعمال وړ ګرځیدلای شي. د همدی موخی لپاره د ګرځنده ټیلیفونونو د ستندرد اداره ۳جی پي پي نومیږی.
نو په همدی ترتیب دغه د  هیچ ایس پي ای او ملټي فلو ټیکنالوژي به د روان میلادي کال په نیمایی کی د ۳جي پی پی په لست کی ثبت شي او د ۲۰۱۳ میلادي کال په نیمایی کی به عوامو ته د خدماتو لپاره د نوکیا زیمینس نیټورک د لاری وړاندی کړل شي.
والسلام

انجنیر سید احمد شاه سادات
انګلستان

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د