د ظلم بده پایله

حامد افغان

د ظالماتو د بد انجام په اړه عجیبه کیسه

أبو الفرجِ التنوخي رحمه الله په خپل ګټور کتاب: (الفرجِ بعدَ الشدةِ) کې د ظالم د بد انجام په اړه په زړه پوري کیسه راخیستې ده، دی لیکي: د عباسي خلفاو یو سخت ظالم قومندان و چې ِ عُجَيْفَ بْنَ عنبسةَ نومیدی، یوه ورځ یې د یوه مامور په اړه خبر ورته ورسید چې هغه خیانت کړی دی، د هغه د خیانت په اړه نوره پلټنه او ګرویږنه نه وه بس د کوم چاپلوس همدا خبر کافي وه، سمدستي یې امر وکړ او هغه یې لاس تړلی ورته راوست.

عجیف ته هغه کس په داسي حالت کې راوستل شو چې دی د خپلي یوې ودانۍ په لیدلو بوخت و، هغه چې راوستل شو سپکي او پوچي خبري یې ورته وکړې او ورته ویې ویل: والله به دي ووژنم، بیا یې امر وکړ چې لغړ یې کړئ او تر مرګه یې ووهئ، هغه غریب دومره وویریدی چې له ویري یې جامې بیلمازه کړې، د عجیف کاتب د دې سړي په مظلومیت ډېر خپه شو او عجیف ته یې وویل: امیر صاحب تاسو فعلاً د خپلي وداني په لیدلو بوخت یئ، د دې سړي وهل او وژل خو زموږ په لاس کې دي اوس به دی بنديخانې ته ولیږو چې کله تاسو فارغ شوئ بیا به ګورو، هغه یې خبره ومنله او سړی یې بنديخانې ته ولیږه.

دا سړی څه موده په بند کې پاته شو، شپې ورځي بدلي شوې، یو وخت پخپله عجیف په کوم جرم ونیول شو او عباسي خلیفه المعتصم هغه قتل کړ، د عجیف مجرم له بنديخانې خلاص شو په بیت المال کې یې مهمه وظیفه پیدا کړه، حالت یې ډېر ښه شو، د شتمنیو او ځمکو خاوند شو، یوه ورځ خپلي ځمکي ته تللی و هلته ګرځیدی، د بولو ضرورت یې شو په خپله ځمکه کې یې په یوه کوچنۍ غونډۍ بولي وکړې، یوه سړي ولید او ورته ویې ویل: ته پوهیږې په څه شي دي بولي وکړې؟ ده ورته وویل: د خاورو په یوه غونډي.

هغه سړي ورته وویل: دا تشه د خاورو غونډۍ نه ده، د خلیفه یو مشهور قومندان و او خلیفه په کوم جرم بندي کړ، یوه ورځ خلیفه هغه قومندان دې ځای ته راوست او همدلته یې وواژه، هغه مهال یې د هغه مړی په میدان پرېښود وروسته موږ دلته یو دیوال په هغه ور ړنګ کړ او له دې غونډۍ لاندي مو پټ کړ، او هغه قومندان عجیف نومیدی!! . [الفرج بعد الشدة 2/28].

سبحن الله!! لوی څښتن د خپلو بندګان حالات څنګ بدلوي!! همدې عاجز لومړی د عجیف له ویري د هغه له دهشته او هیبته بولي وکړې، د هغه د وژلو امر یې کړی و خو الله هغه وژغوره، الله د عجیف ورځ کږه کړه، ووژل شو، خو د ده مجرم او د ده له خوا په مرګ محکوم بندي الله ازاد کړ او دا دی اوس یې د عجیف په قبر بولي وکړې!، ډېر ځله الله په ظالمانو داسي په عجیبه توګه نسکوره کړې ده چې په پایله کې یې د مظلومانو سینې یخي کړې دي، نو ظالمان دي د ظلم له بد انجام نه وويریږي او د عجیف په څیر ظالمانو له سپک او ذلیل انجام نه دي عبرت واخلي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د