پښــــتو ادب

خبريالي!

دادمحمد ناوک

وايي دولت د «چوپتيا پاليسې» اختيار کړې ده، چې دولت راسره معلومات شريک نه کړي، نو زه څه ووایم؟
ماویل صیب ته نو خبريال یې که د دولت ویاند!؟

خبره يې بابیزه وګڼله، غوږ يې پرې ونه ګراوه، ځينې خبريالان یاران د دې پر ځای چې مسلکي خبريالي وکړي، د خبريالي په نوم د یو لوري رسمي ويندويي کوي، صرف په دومره توپیر چې دولت یا طالب تبلیغات کوي او دوی د دې تبليغاتو د منلو لپاره عامه ذهنیتونه اړوي.

په يوه کره راپور کې باید د دعوه کوونکي لوري، د مخالف لوري، د عیني شاهدانو او د خبريال د سترګو لیدلی حال شامل وي.

اوسني خبريالان په ډېر افتخار اعتراف کوي چې خبريالان دا حق نه لري چې فرضاً د یوې امنیتي پېښې په اړه د خپلو سترګو ليدلی حال ووايي، که څه هم انځور، ويډيو او نور ثبتونه به هم لري، دوی وايي چې راپور باید د دولتي، یا هم مقابلې سرچينې څخه وي.

بله يې دا چې ځينې رسنۍ بې له دې چې د دعوه کوونکي لوري په مقابل کې د مخالف لوري نظر هم ولري، د نر زامن سمدستې د دعوه کوونکي لوري خبره ان عنوان کې راولي، وروسته بیا ورپسې لکۍ ورکړې چې دا څرګندونې جناب فلاني په فلاني ځای کې وکړي خو مقابل لوری يې یا مثلاُ ردوي یا يې هم په اړه تر اوسه څه نه دي ويلي، نو زوی مړې بیا دې ولې په سر کې عنوان همدا څرګندونه ورکړې چې مقابل لوری يې ردوي یا يې پرې څه نه دي ویلي؟

د ژمن ژورنالیست ښه ځانګړنه دا ده چې واقعیتونو ته ځير شي، ښايي ځينې دا دلیل راوړي چې په اوس وخت کې خبريال نه شي کولی یوه پېښه له خپله لیده بیان کړي، دا به نو دا مانا ولري چې په اوس وخت کې اصلاً خبريالي نشته. کنه خبريال باید تر خپل مسلک قربان شي.

که څه هم اوسنۍ رسنۍ ځینې په پوره سپین سترګۍ د خپلواکۍ ډنډورې غږوي خو بشپړ یو طرفه په عامه ذهنیت ملنډې وهي.

د رسنیو مسوولیت د معلوماتو پر لېږد سربېره ذهني اوښتون هم دی، خو دا اوښتون په کوم لوري او په کوم معیار؟
په مطلق ډول هره رسنۍ نه خپل اصول لري او نه هم د ملي ګټو لپاره چوپړ وهي، ځينې يې ان د یو بحث مېلمانه هم د امریکا د سفارت په اجازه ور غواړي.

اوس هغه خبریالان چې ښه پوهېږي د بل د ګټو لپاره د حقایقو په تحریف بوخت دی وايي؛ ولا کارونه نشته، پیسې پيدا کول ضرور دي!

نو که څوک د «خبريال» د نوم افتخار ځمکې ته نه پرېږدي، بیا دې له داسې خبرونو تېر شي، چې یوازې په خبرپاڼو جوړېږي او که وايي چې نه ولا موږ خو د پیسو په مقابل کې د نورو د پروژو پرزې او وسیلې يو، نو بیا دې د ژورنالیزم د مسلک لارویان نه ګڼل کېږي، بله دې ګوري، چې حد اقل راتلونکې کې خو د خبريال په نامه څوک ونه شرمېږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Hekmatullah

ناوک صاحب په ټولوخبروکی درسره موافق یم خواوسنی چی کومی رسنی دی اکثره دپردیولخواداره کیږی
اوکوم خبریالان چی ریپورټ جوړوی بغیره دولتی ادارودمسولینوداجازی پرته خبرنشی نشرولای څرنګه چی هغوی سپارښتنه ورته وکړی هماغسی یی نشروی.
مننه.

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x