افغانستان

هلمند: طالبانو د ۱۷ عسکرو له وژلو وروسته پوسته نیولې

نن ټکی اسیا (شنبه، غبرګولي ۲مه، ۱۳۹۴ل): تېره شپه د هلمند په نوزاد ولسوالي کې د امنيتي ځواکونو په یوه پوسته د طالبانو په بريد کې ۱۷ عسکر ووژل شول او پوسته د طالبانو لاس ته ولوېده.

د نوزاد ولسوالي ودانۍ او د دې ولسوالي ځينې دفاعي پوستې د شپې په نهه بجې د طالبانو تر بريد لاندې راغلې، چې له درې ساعته وروسته طالبانو د سرکاڼو پوسته له منځه یووړه.

طالبانو په خپره کړې خبرپاڼه کې ويلي چې د دوی ملګرو د عزم عملياتو په لړ کې تېره شپه په دې بريد کې د سرکاڼو پوسته له منځه وړي او پکې يې ۱۲ عسکر وژلي او یو بل يې ژوندی نیولی.

د دوی د خبرپاڼې له مخې په دې پوسته کې يې د ۳۵ پیره راکټي مرمو او ۸۰ پیره هاوان په ګډون ګڼ شمېر سپکې او درنې وسلې هم تر لاسه کړې دي.

طالبانو دې پوستې پر ر روان مرستندوی کاروان هم بريډ کړی، چې د دوی په خبره ۵ تنه يې پکې وژلي او ماتې يې ورکړې.

طالبانو په دې جګړه کې د خپلو دوو ملګرو د وژل کېدو او دوو نورو ټپي کېدل منلي دي، خو د هلمند سیمه ییزې ادارې د دې جګړې اړوند تر اوسه څه نه دي ويلي.

یاده دې وي هلمند یو له هغو ولایتونو نه ګڼل کېږي، چې په ګڼو ولسوالیو کې يې طالبان پراخ نفوذ لري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x