افغانستان

يو نفوذي عسکر پنځه اربکيان وژلي

نن ټکی اسیا (شنبه، غبرګولي ۲مه، ۱۳۹۴ل): د کندز ولايت مرکز اړوند «کله ګاو» سيمه کې د طالبانو يو نفوذي ملګری د قوماندان بادام په پوسته کې خپل پنځه ملګري وژلي او بريدګر د طالبانو ليکو ته تښتېدلی دی.

افغان اسلامي اژانس د يوې باروي دولتي سرچينې له قوله وايي، چې دوو کسانو د قوماندان بادام پوسته کې خپل پنځه ملګري وژلي او ټولې وسلې او مهمات يې له ځان سره وړي دي.

د سيمې اوسېدونکو افغان اسلامي اژانس ته ويلي، چې دواړه بريدګر له ډېرې مودې د اربکيانو په ليکو کې په دندو بوخت وو او تېر ماذديګر يې ياده پوسته کې پر خپلو ملګرو ډزې کړي، پنځه تنه يې وژلي او په تېښته بريالي شوي دي.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد په خپل ټويټر پيغام کې د ياد بريد مسؤوليت منلی او وايي، چې بريدګر د دوي نفوذي مجاهد و او له ډېرې مودې يې د قوماندان بادام پوسته کې د دوي لپاره کار کاو او تېره ورځ يې د دوي په امر خپل پنځه همکاران ووژلي او د هغوي ټولې وسلې او مهمات يې طالبانو ته وروړي دي.

ذبيح الله مجاهد تر اوسه د ياد بريدګر نوم رسنيو ته نه دی څرګند کړی، مګر دومره وايي، چې بريدګر د پوستې له سپکو او درنو وسلو سره د طالبانو ليکو ته ژوندي رسېدلي دي.

د چارواکو په وينا د پېښې لامل تر اوسه نه دی په ډاګه شوی.

د يو بل خبر له مخې د کندز ولايت علي اباد کې دوه اربکيان له خپلو وسلو سره د طالبانو ليکو ته ورغلي دي.
د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وايي، چې دواړه اربکيان د علي اباد ميرشيخ سيمه کې د طالبانو د جلب او جذب کميسيون په هڅو د طالبانو ليکو ته ورغلي دي.

خبرپاڼه کې راغلي، جې تسليم شوي اربکيان هر يو مير اغا د حاجي بابا رحيم زوی او قدرت الله د ګل اور زوی له خپلې دندې لاس پر سر شوي او د طالبانو ليکو ته ورغلي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x