افغانستان

روزګان: د ایساف یوه بې پلوټه الوتکه را غورځېدلې

drone attack on wazeristanنن ټکی آسیا: د روزګان په ولایت کې د بهرنیو ځواکونو یوه بې پلوټه الوتکه دطالبانو په ډزو سره را غورځیدلې.
د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي رسنیو ته ویلي چي تیره ورځ طالبانو د روزګان ولایت ترینکوټ اړوند د ککرک په سیمه کې د بهرنیو ځواکونو یوه بې پلوټه الوتکه په ډزو سره وویشتله او لاندي یې را وغورځوله.
چي تر ډېره بیا د طالبانو تر واک لاندي سیمه کې پرته هم وه.

خو له بلي خوا په کابل کې د ایساف مطبوعاتي دفتر نن وویل چي رشتیا هم ددوی یوه بې پلوټه الوتکه په روزګان ولایت کې لوېدلې، خو زیاته کړې چي ددوی الوتکه د مخالفینو په ډزو سره نه ده را نسکوره شوې.
ځکه چي د الوتکي د را غورځېدو په وخت کې هلته د مخالفینو کوم فعالیت ندی تر سترګو شوی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x