نړۍ

جان مکين له پنټاګونه د ميليونونو ډالرو حساب غوښتی

نن ټکی اسیا (شنبه، غبرګولي ۲مه، ۱۳۹۴ل): د امريکا د مشرانو جرګې د پوځي خدماتو د کمېټې مشر جان مکين د امريکا له دفاع وزارت نه د ۳۶ ميليونو ډالرو حساب غوښتی دی.

جان مکين پنټاګون پر دې ملامت کړی دی، چې په افغانستان کې يې د یوې پوځي اډې پر جوړولو ۳۶ ميليونه ډالر لګولي دي او هغه هم داسې یوه اډه چې د دوی عسکر پکې نه اوسي.

د امريکا د مشرانو جرګې د پوځي خدماتو د کمېټې مشر له پنټاګون نه د دې پیسو حساب په يوه لیک کې غوښتی دی.

نوموړي په لیک کې نه دي واضح کړي، چې دغه اډه په افغانستان کې چېرته ده او څوک پکې مېشت دي.

تر دې وړاندې هم په افغانستان کې د امريکايي لګښتونو د څار ادارې سیګار پخپل راپور کې پنټاګون له خپلو ۶۰ ميلياردو لګول شویو ډالرو نه د ۲۱ ميلياردو ډالرو په غلا تورن کړ.

سیګار ويلي و، چې له ۲۰۰۲ ميلادي کال نه تر ۲۰۱۴ ميلادي کال پورې د امریکا دفاع وزارت په افغانستان کې ۶۰ ميليارده ډالر لګولي چې د ۲۱ میلياردو ډالرو اسناد نه لري، چې چېرته، کله او څنګه لګول شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x