ټکنالوژي

ایسوس (Asus) د ګیلیکسي ایس ۶ او ایفون ۶ په خلاف خپل نوی سمارټ فون معرفي کړ

نن ټکی اسیا (شنبه، غبرګولي ۲مه ۱۳۹۴ل): ایسوس (Asus) کمپنۍ خپل نوی سمارټ فون چې ذېنفون ۲ (Zenfone 2) نومول شوی معرفي کړ. دغه سمارټ فون به دوه مختلفو ماډلونو کې له دوه او څلور ګیګابایټ رېم سره کاروونکو ته وړاندې شي.

ایسوس کمپنۍ کاروونکو ته ویلي چې خپل د نوي سمارټ فون نوي ماډلونه به په ټیټه بیه وړاندې کوي. د ځینې راپورونو پر بنسټ د دغو سمارټ فونونو بیه به ۲۴۹ او ۳۷۹ ډالره وي.

ایسوس کمپنۍ په وینا د دغې کمپنۍ دغه نوی سمارټ فون ذېنفون ۲ (Zenfone 2) د سامسنګ سمارټ فون ګیلیکسي ایس ۶ او اپل کمپنۍ ایفون ۶ سره د رقابت وړتیا لري.

هیره دې نه وي چې د اپل کمپنۍ وروستۍ سمارټ فون په نړۍ کې د زیات خرڅلاو ریکاډ جوړی کړی او د سامسنګ کمپنۍ وروستۍ سمارټ فون هم له شلو ورځو څخه لږه موده کې د یو میلیون په شمیر خرڅ شوی وو.

د ټکنالوژي برخې څیړونکو په وینا په بازارونو کې د ذېنفون ۲ (Zenfone 2) په څیر سمارټ فونونه ۷۰۰ ډالره ارزښت لري په داسې حال کې چې ایسوس کمپنۍ به خپل دغه سمارټ فون یوازې د ۲۴۹ او ۳۷۹ ډالرو په بدل کې نړیوالو بازارونو ته وړاندې کوي.

له دې وړاندې د ایسوس کمپنۍ د دغې سمارټ فون پخوانی ماډل چې ذینفون (Zenfone) نومول شوی و د ۱۰ میلیونو په شمیر یوازې سویلي امریکا کې خرڅ شوی و.

ذېنفون ۲ (Zenfone 2) تر دې مهاله د تایوان، هندوستان او جاپانو بازارونو کې کاروونکو ته وړاندې شوی.

د ایسوس کمپنۍ دغه سمارټ فون به له څلور ګیګابایټ رېم سره وړاندې شي چې د نړۍ په تاریخ کې به لومړۍ سمارټ فون وي چې له څلور ګیګابایټ رېم سره وړاندې کیږي.

دغه سمارټ فون ۵.۵ انچه ډسپلې او ۳.۳ میلي متره پنډوالی لري، د انډرایډ ۵.۰ لالیپاپ له اپریټنګ سیستم سره به کارول کیږي او ۱۳ میګاپکسله کامره لري.

د ایسوس کمپنۍ دغه سمارټ فون ځینې داسې ځانګړتیاوې لري چې تر دې مهاله د نورو پیاوړو کمپنیو په سمارټ فونونو کې نه لیدل کیږي او له همدې امله دغه کمپنۍ هیله لري چې دغه سمارټ فون به يي په بازار کې له ګیلیکسي او ایفون سره رقابت وکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x