افغانستان

روزګان: د چهارچينو ولسوال په يوه چاودنه کې ووژل شو

نن ټکی اسیا (شنبه، غبرګولي ۲مه، ۱۳۹۴ل): د روزګان ولايت چارواکي وايي، چې د چهارچينو ولسوال نن سهار په يوه چاودنه کې ووژل شو.

د روزګان ولايت وياند دوست محمد ناياب وايي، چې د چهارچينو ولسوال محمد اسماعيل حقيار نن سهار له خپل کوره د دندې پر لور روان و، چې شاه مشهد سيمه کې يې پر موټر چاودنه وشوه او نوموړی يې ځای پر ځای وواژه.

په دې وروستيو کې د روزګان ولايت په بېلابېلو سيمو کې د طالبانو بريدونه او چاودنې زياتې شوي دي.

تېره ورځ هم د روزګان ولايت د پوليسو يو چارواکي يو محلي تلويزون سره په خپلو خبرو کې وويل، چې طالبانو خاص روزګان ولسوالۍ کې لس دولتي پوستې نيولي او څلوېښت عسکر هم طالبانو ته تسليم شوي دي.

اسماعيل حقيار په داسې وخت کې د ځای پر ځای شوي ماين په واسطه ووژل شو، چې طالبانو له تېرو څو ورځو راهيسې د روزګان په دهراود، چهارچينو، خاص روزګان او ګڼو نورو سيمو کې ګڼې امنيتي پوستې نيولي او لسګونو عسکرو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.

د څارونکو په اند طالبانو وروسته له هغې روزګان کې خپلو بريدونو او چاودنو ته زور ورکړی، چې دوه مياشتې وړاندې يې د روزګان امنيه قوماندان په کابل کې د يو سرتيري بريد په واسطه وواژه او له هغه څو ورځې وروسته د هغه ځای ناستی قوماندان ګلاب خان هم د طالبانو په يو بريد کې ووژل شو.

د قوماندان مطيع الله خان له وژنې دوه مياشتې تېريږي، مګر ګډ حکومت تر اوسه پر دې نه دی بريالی شوی، چې روزګان ته امنيه قوماندان وليږي.

د روزګان امنيتي چارواکي وايي، چې د روزګان په لر و بر کې د طالبانو بريدونو او چاودنې زياتې شوي او له مرکز پرته د ګڼو ولسواليو واک عملا د طالبانو په لاس کې دی.

محلي چارواکي وايي، که مرکزي حکومت دغه ولايت ته ژر تر ژره بېړنۍ مرستې ور ونه ليږي، نو کېدای شي روزګان ډېر ژر د طالبانو لاس ته ولويږي.

د طالبانو وياند قاري محمد يوسف احمدي رسنيو ته په لېږل شوې خبرپاڼه کې د اسماعيل حقيار د وژنې مسؤوليت منلی او وايي، چې نوموړی په سيمه کې د اربکيانو مشري هم په غاړه درلوده، چې په ظلم او وحشت مشهور و.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x