افغانستان

هلمند: په لښکرګاه کې شپږ برطانوي عسکر وژل شوي دي

british-soldier-killed-in-afghanistanنن ټکی آسیا: بهرنیان وايي چي د افغانستان په جنوب کې د یوې چاودني په ترڅ کې خپل شپږ تنه سرتیري له لاسه ورکړي دي.
په کابل کې د ایساف د مطبوعاتي دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چي تیره ورځ د افغانستان په جنوبي برخه کې د ماین د چاودني له کبله د ایساف شپږ تنه سرتیرو خپل ژوند له لاسه ورکړ.
په خپرپاڼه کې د وژل شویو عسکرو هویت او د پيښي دقیق ځای نه دی څرګند شوی.

خو د انګلستان وزارت دفاع څخه اعلان وشو چي تیره ورځ د هلمند په ولایت کې ددوی شپږ تنه برطانوي عسکر ووژل شول.
د وزارت دفاع په اعلان کې هم د پيښي دقیق ځای نه دی ښودل شوی چي د هلمند په کومه سیمه کې دغه مرګ ژوبله را منځته شوې، خو د هلمند خیني امینتي چارواکي وايي چي دغه پيښه تیره ورځ د هلمند ولایت د مرکزي ښار لښکرګاه په یوه اړونده سیمه کې را منځته شوې.
باید وویل شي چي د رواني میلادي میاشتي له پيل څخه تر اوسه بهرنیانو خپل د نهه تنو عسکرو وژل منلي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x