افغانستان

ولسي جرګه: له آی ایس آی سره د توافقنامې متن دې جرګې ته راولېږل شي

نن ټکی اسیا (شنبه، غبرګولي ۲مه، ۱۳۹۴ل): ولسي جرګې نن یو ځل بیا پخپله عمومي غونډه کې د آی ایس آی او دافغانستان د ملي امنیت د ریاست ترمنځ د توافقنامې لاسلیکول وغندل او د ګډ حکومت د ملي امنیت پر شورا يې غږ وکړ چې د دې توافقنامې متن دې دوی ته ور وسپارل شي.

د ولسي جرګې ګڼو غړو پر دې ټینګار کاوه، چې دوی د خلکو د استازیو په توګه دا حق لري چې دغه متن وګوري او په اړه يې خپله پرېکړه ګډ حکومت ته واوري.

د دوی په خبره د دې توافقنامې متن جدي او ژورې کتنې ته اړتیا لري، چې باید له سره پرې غور وشي.

دغه سند څو ورځې وړاندې د پاکستان د استخباراتي ادارې او د ملي امنیت د مرستیال تر منځ لاسلیک شو، چې په خواله رسنیو او دولتي ادارو کې يې توند غبرګونونه را وپارول.

د دې سند له مخې به د پاکستان جاسوسي اداره د افغانستان د ملي امنیت کارکوونکو ته روزنه ورکوي، دواړه هېوادونه به استخباراتي معلومات سره شریکوي او هم به د خپل ګډ «دښمن» په واندې ګډه مبارزه کوي.

د دې سند اړوند د ملي امنیت د شورا د مشر حنیف اتمر او د ملي امنیت د رییس رحمت الله نبیل تر منځ هم لفظي شخړه په فزيکي جګړې واوښته او یو بل يې سره وډبول.

د نبیل او اتمر تر منځ د شخړې علت دا ښودل شوی، چې حنیف اتمر د ملي امنیت رییس ته یو متن ور ښکاره کړی و، خو د لاسلیک په مهال يې بل متن ورته مخې ته اېښی و.

د ولسي جرګې لپاره هم اندېښنه موجوده ده، چې د ګډ حکومت د ملي امنيت د شورا مشر به له آی ایس آی سره لاسلیک شوی اصلي متن ور ښکاره نه کړي.

یاده دې وي، د حنیف اتمر مطبوعاتي مسوول نجيب منلي بیا په تازه څرګندونو کې د دې سند له لاسلیکه ورټ انکار کړی او ویلي يې دي چې تر اوسه يې یوازې په تخنیکي برخه کار شوی دی چې په خبره يې له خلکو سره له مشورې وروسته به لاسلیک شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x