
ميکسيکو: په وسله واله نښته کې ۴۳ کسان وژل شوي
نن ټکی اسیا (شنبه، غبرګولي ۲مه، ۱۳۹۴ل): ميکسيکو کې د نشه يي توکو د قاچاقبرانو او امنيتي ځواکونو تر منځ نښته کې لږ تر لږه ۴۳ تنه وژل شوي دي.
تېره شپه ناوخته د ميکسيکو ميچواکان ايالت جليسکو سرحدي سيمه کې د قاچاقبرانو او امنيتي ځواکونو تر منځ نښته کې يو پوليسو او ۴۲ وسله وال وژل شوي دي.
د ميکسيکو د ملي امنيت رييس وايي، چې د وژل شوو کسانو ډېری يې د نشه يي توکو قاچاقبران دي او د پېښې د څېړنې لپاره يې کميسيون ټاکلی دی.
ميچواکان د ميکسيکو تر ټولو نا امنه سيمه بلل کيږي او وخت پر وخت په کې د وسله والو او امنيتي ځواکونو تر منځ نښتې او جګړې پېښيږي.
د ميچواکان ښاروال سيمه ييزې راديو سره په خپلو خبرو کې وويل، چې پوليس سيمه کې په ګزمه بوخت وو، چې د نشه توکو قاچاقبرانو پرې ډزې وکړې او هڅه يې کوله، چې پوليس ووژني، مګر د پوليسو په ځوابي ډزو کې لږ تر لږ څلوېښت وسله وال وژل شوي دي.
د ميچواکان ښاروال وايي، چې دوه کاله وړاندې يې له دغې سیمې د نشه يي توکو قاچاقبران شړلي وو، مګر تېره اونۍ يې د امنيتي ځواکونو يو پخوانی افسر وواژه.
ويل کيږي، چې وژل شوی پخوانی افسر د ښاروالۍ د راتلونکو ټاکنو نوماند و.
له تېرې لنډې مودې د ميچواکان او جليسکو سيمو کې د ناقانونه وسله والو او نشه يي توکو د سوداګرو فعاليتونه زيات شوي او وخت پر وخت پر امنيتي ځواکونو ډزې او بريدونه کوي.
د روانې مياشتې په ترڅ کې د حکومت مخالفو وسله والو يوه پوځي چورلکه رانسکوره کړې وه او ګڼ عسکر يې په کې وژلي و.
د دې سربېره تېره مياشت هم د حکومت مخالفو وسله والو پنځلس حکومتي عسکر وژلي وو.