نړۍ

نړیوال اسلامي پوهنتون کې د ۲۰۱۵- ۱۶ تعلیمي کال لپاره داخلې پیل شوې

نړیوال اسلامي پوهنتون چې د پاکستان په پلازمېنه اسلام آباد زړه کې موقعیت لري د راتلونکې سمستر لپاره نوي محصلین قبلوي.

یاد پوهنتون چې په کال ۱۹۸۰ میلادي تأسیس او د تیرو څو لسیزو راهیسې یې په مختلفو څانګو کې د لیسانس له دورې څخه تر دوکتورا پورې په زرګونو کورني او بهرني محصلین ټولنې ته وړاندې کړي چې اوسمهال د اسلام مبارک دین او خپلو هیوادوالو د خدمت مصدر ګرځیدلي.

یاد پوهنتون کې اوسمهال نهه پوهنځي او شپږ خودمختاره اکادمۍ لري او نږدې ۳۰۰۰۰ (دیرش زره) د بېلابېلو هېوادونو اتباع په کې په تقریباً ( ۱۲۰) څانګو کې په زده کړو بوخت دي.

دا چې یاد پوهنتون تر بل هر پوهنتون د لوړو زده کړو لپاره معیاري او د اسلامي اصولو سره سم زمینه مساعده کړي نو د راتلونکې سمستر (کال ۲۰۱۵ د ستمبر میاشت) لپاره یې په لاندې څانګو کې محصلینو ته په خپله تعلیمي غیږه کې د رانیولو فرصتونه په لاس ورکوي.

• د عربي، انګلیسي، اردو او فارسي ادبیات
• تاریخ او پاکستان مطالعه
• تعلیم و تربیه
• اروا پوهنه
• ټولنپوهنه
• اصول الدین
• شرعیات او قانون
• اقتصاد
• اداره او تجارت
• ژورنالیزم او میډیا
• کمپیوټر ساینس او سافټویر انجینري
• سیاست او نړیوالي اړیکې
• ریاضیات او احصاییه
• چاپېریال علوم (Environmental) ساینس
• باییو ټکنالوژی
• فزیک
• برقي انجینري
• میخانیکې انجینري
• سول انجینري

هغه افغان محصلین چې غواړي له دې زرینې موقع څخه ګټه واخلي او د راتلونکي سمستر لپاره داخله وکړي، د لا زیاتو معلوماتو لپاره دې د لاندې مرستندویه ټولنې سره په اړیکه کې شي.

03365746663

یادونه: مرستندویه ټولنی چې د همدې پوهنتون محصلین دي حاضر دي هر ډول مرسته او خدمت د نویو راتلونکیو محصلینو سره وکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x