سیند په کوزه کې؛ کيسه ګۍ – دوولسمه برخه

دامونه او دانې

عباسي خلیفه ابو جعفر المنصور به د وخت مشهور عالم سفیان رحمه الله خپل حضور ته ورغوښت خو هغه به منډي ورنه وهلې او نه به ورتلو، یو وخت خپله منصور هغه ته ورغی او ورته ویې ویل: که کوم ضرورت لرې راته ووایه؟ سفیان ورته وویل: چې درته ووایم راسره وبه یې منې؟ هغه وویل: هو، سفیان ورته وویل: تر څو چې ما نه یې راغوښتی ما ته مه راځه، او کوم شی چې ما نه یې درنه غوښتي مه یې راکوه، منصور چې له هغه نه ووت ویې ویل: ټولو مرغانو ته چې دانه واچوو ټولوي یې او موږ ونیسو، یو سفیان نشو نیولی! .

عاجزي

خلکو به علامه صاحب، شیخ صاحب او نور لوړ القاب ورته کارول، په مجلس کې به ټول ورته ولاړیدل او ده ته به یې غوره ځای ورکاوه، نو ځان لوی ورته ښکاره شو، او د نفس د چاغښت ویره یې زیاته شوه، بله ورځ د جومات مخته کښېناست هګۍ او نور شیان یې خرڅول، مازدیګر به یې د ورځي ګټه له خلکو لیري غریبانو ته ورویشله!

چالاکي

میلمه ورته راغی، زوی ته یې وویل: زویه ګران میلمه مې راغلی، بازار ته ولاړ شه او ښه غوښه راوړه، (میلمه یې خبري اوریدلې) زوی یې بازار ته ولاړی بیرته تش لاسونه راغی، پلار یې ورته وویل: غوښه دي ولې نه راوړه؟ زوی یې وویل: کساب ته ورغلم، مال تر ټولو ښه غوښه راکړه، ول: داسي غوښه به درکړم لکه کوچ، له ځان سره مې کړه: نو باید کوچ واخلم، د کوچو دکاندار ته ورغلم، مال: ښه کوچ راکړه، ول: داسي خواږه کوچ به درکړم لکه شات، مال نو باید شات واخلم، دکاندار ته ورغلم مال بهترین شات غواړم، ول: داسي صفا شات به درکړم لکه اوبه، له ځانه سره مې وویل: اوبه خو کور هم شته، نو دا دی راغلم، پلار یې ورته وویل: ماشاء الله د خپل پلار په څیر سخي یې، او پلار یې ورو په غوږ کې ورته وویل: زویه په دې چالاکي کې به دي یو تاوان کړی وي او هغه دا چې په دومره دکانونو ګرځیدلې بوټونه خو به دې ښه سولولي او زاړه کړي وي، زوی یې ورته وویل: پلارجانه بیغمه اوسه د میلمه بوټونه مې وړي وو.

تړلی ګیلاس

له ملاصاحب نه یې مسئله اوریدلې وه چې ویل یې: د سړو اوبو خیرات خورا زیات ثواب لري، نو د کلي د جومات خواته یې یوه لوی مټ ته کوچنۍ څاله جوړه کړه چې لمونځ کوونکي مسلمانان یې څښي، او له مټ سره یې د اوبو ګيلاس په اوسپنیز ځنځیر کلک وتاړه..

ویره

نوي مدیر خپلو مامورينو ته په ټوکه کې وویل: څوک چې له ښځي ويریږي زما سره یو ځای دي لاسونه پورته کړي، ټولو لاسونه پورته کړل، یوه یې نه کړل پورته، مدیر ورته وویل: تاسو به واده نه لرئ ځکه مو لاس پورته نه کړ؟ هغه ورته وویل: نه صیب د واده مې ډېر وخت کیږي، خو زه چې د هغې نوم واورم لاسونه مې حرکت پرېږدي.

کتاب لیکنه

د حدیثو په اړه به مې د خلکو له خولو ګټوري خبري راټولولې او په خپل کتاب کې به مې لیکلې، کله به مې چې کومه ګټوره خبر پیدا کړه په هغه شپه به له ډېري خوشالي تر سهاره ویښ وم، دا خبره ابن قتیبه د خپل کتاب په اړه کړې ده. امام ابن قتيبة الدینوري (پیدا: 828 م 213 هـ/مړ: 889 م 276 هـ) رحمه الله په څلويښتو کلونو کې یو کتاب لیکلی دی چې (غریب الحديث) نومیږي، .[وفيات الاعیان لابن خلکان].

فتنه

أبوبكر بن عياش (مړ: 193هـ) رحمه الله حسن بن الحسن ته وویل: ته ولې ځان په فتنه کې اچوې؟! هغه ورته وویل: په کومه فتنه کې دي زه لیدلی یم؟ هغه ورته وویل: خلک مې ولیدل ستا لاسونه یې ښکولول او تا نه منعه کول. سیر الاعلام النبلاء الذهبي ۴۹۷/۸.

ځواب

د هغه یاد کړوله او ژړوله، موبايل ته یې لاس کړ، پیغام کې یې ورته ولیکل: له جامو نه مې ستا بوی راځي.. هغه په ځواب کې ورته ولیکل: په صابون یې پاکي ومینځه.

وبا

یوه امیر په خطبه کې د ځان ستايني په توګه وویل: زه چې پر تاسو امیر شوی یم تاسو طاعون (وبا)نه دی لیدلی، یوه کوچي ورته وویل: الله دومره ظالم نه دی چې په دوو مصيبتونو مو اخته کړي: یو ته او بله وبا.

ناروغ پوښتنه

اعمش رحمه الله ستر امام تیر شوی دی، ویل کیږي ډېر ټوکي و، یو وخت یې د ناروغي پوښتني ته ډله ملګري راغلل او تر ډېرو ورسره ناست وو، دی چې تنګ شو بالښت یې ورواخيست او روان شو، په دروازه کې یې مخ ورته راواړوه او ورته ویې ویل: الله ستاسو ناروغ ته شفا ورکړه.

غرور او عاجزي

د دنیا سړي په غرور سره وویل: دا دومره شتمني مې پخپله پوهه سره ترلاسه کړې ده، پایله یې دا شوه چې له خپل کور سره الله په ځمکه دننه کړ، فخسفنا به وبداره الأرض!. او د اخرت سړي په عاجزي سره په زانګو کې لا وویل: زه د الله بنده یم، قال اني عبد الله، نو الله اسمانونو ته پورته کړ. دا #کیسه_ګۍ عبد الرحمان بابا له دنیا سره د میني او نه میني یعني غرور او عاجزي په عام تعبیر سره داسي بیان کړې ده:

د دنیا په دښمني کې عیسی وخوت و اسمان ته
په دوستي کې یې لا ځي تحت ثری ته قارون هسي

د کتاب ډالۍ

یوه لیکوال خپل کتاب خپلي ميرمني ته اهداء (ډالۍ) کړی دی او لیکلي یې دي:
دا کتاب خپلي ګراني ميرمني ته ډالۍ کوم، د هغې د غياب .. له برکته مې دا کتاب لیکلی دی، د نور برکتي غياب .. په هیله..

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د