خبرتیاوی او پیغامونه

د زابلي ليکوالو درې کتابونه تازه له چاپه راووتل

۱- څپې – څپې ترنک :
دا د زابلي شاعرانو لومړنۍ ګډه شعري ټولګه او تذکره ده. د ټولولو،ترتیب او اوډون چارې یې تاند او ځوان لیکوال ښاغلي ایمل امیدي ترسره کړي. که څه هم په ټولیزه توګه دا د زابلي قلموالو او شاعرانو لومړنۍ تذکره بلله کیږي؛خو د ټولو زابلي شاعرانو شعرونه او ژوندلیکونه یې په لمن کي نه دي راغلي؛لیکوالو او زیارکښو یې هوډ کړئ چي دا لړۍ پسې وغزوي او د تذکرې دوهم ټوک هم ژر تر ژره مطبعې ته د چاپ په پار وسپاري. دا کتاب ټولټال (۲۰۰) مخه لري، د چاپ لګښت یې ښاغلي محمدنبي تلاش په غاړه اخیستی او چاپ چارې یې په کوټه کي د نورالقرآن علمي او خپرندویه ټولنې له لوري ترسره شوي.

۲- ته له ستورو را جلا سه! :
دا د زابل میشتي شاعر ښاغلي عبدالمنان هنر دریمه شعري ټولګه ده. نوموړي تردې وړاندي دوې نورې شعري ټولګي هم خپلو مینه والو ته وړاندي کړي چي یوه یې «سورسانده » او دوهمه یې «په سپوږمۍ کي بېګاه نه وي » نومونه لري.زما د پرتلنې او مطالعې له مخې په دې دریمه ټولګه کي تر ډېره بریده د لومړنۍ تولګي شعرونه تکراري راوړل شوي او د ګوتو په شمېر نوي او تازه شعرونه پکي اضافه شوي دي.
دا کتاب هم د نورالقرآن علمي خپرندویه ټولني په مټ او د ښاغلي محمدنبي تلاش په مالي لګښت د چاپ په ګاڼه سمبال شوې. کتاب ټولټال (۱۸۴) صفحې لري. له ښایسته او رنګه پښتۍ سره پر ښه کیفیت لرونکي او معیاري کاغذ چاپ شوي.

۳- جرم او جـــزا :
جرم او جزا ناول دی. لیکوال یې ښاغلی ایمل امیدي دی.دا کتاب هم د نورو دوو کتابونو سره یو ځای د یاد شوي خپرندوی له لوري خپور شوی. پر ناول د لیکوال د سریزې سربېره د هیواد د تکړه او منلي لیکوال ښاغلی علم ګل سحر لنډه او علمي سریزه هم ځای شوي . کتاب ټولټال (۱۷۶) مخه لري ، په رنګه پښتۍ او سپین وزمه کاغذ چاپ شوی دی.

د یادوني وړ ده چي دا درې واړه کتابونه د هیواد په بیلابېلو مشهورو کتابپلورنځیوسربېره  په کوټه او پېښور کي هم ترلاسه کولای شئ.

محمدالله احساس

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x