د فېسبوک کارونکو ته!/ لړۍ(۱)

لیکوال: خوشال درانی

زه نه غواړم، په دې لړۍ کې تاسې ته دا ولیکم، چې فېسبوک چېرته جوړ شو، کله جوړشو، چا جوړ کړ، څومره کاروونکي لري او د افغانانو په فېسبوک کې څه حال دی؟

غواړم د فېسبوک د پنځه کلن استعمال خپلې ځینې تجربې له تاسې سره شریکې کړم. فېسبوک د اړیکو، پېژندنې او ځان د نړۍ له حالاتو څخه د خبرواي ښه وسیله ده. په فېسبوک کې دا محدودیت نشته، چې ته څوک یې، د کوم هېواد یې، په کوم مذهب یې، څومره عمرلرې، نارینه یې، که ښځینه، دلته هر څوک کولی شي، ځانته اکونټ ولري او خپل نظریات له نورو سره شریک کړي.

۱ : هغه څوک چې نوې فېسبوک ته راځي هڅه دې وکړي، یو داسې ملګري څخه دې پوښتنه وکړي، چې هغه له کلونو راهیسې فېسبوک کاروي. څنګه خلک له ځان سره ملګري کړم؟ په فېسبوک کې له مشرانو سره څنګه چلند وکړم؟ تبصره څنګه وکړم؟ کوم ډاکونه خوښ کړم او له کومو نه تېر شم.

که چا راسره بحث کوو، نو له هغه سره څه وکړم؟ که چا د ملګرتیا له لېسته وویستم او یايي بلاک کړم، باید څه ورسره وکړم؟ که چاسره مې زړه غواړي چټ وکړم، نو څنګه یې په لیکلو راولم؟

که پورته مشورې تر یوه حده عملي کړي، کېدای شي، په لنډ وخت کې ډېر مینوال ولري او څوک به یې د ملګرتیا له لیسته نه باسي.

۲ : فېسبوک کارونکي دې چا پسې نه شله کېږي، چې زما پوسټ ته یو لایک ورکړه، زما په عکس خو یو کمنټ وکړه، د سلام ځواب دې ولې رانه کړ او نورې خواوې دې نظر کې ونیسي، ځکه هغه کس به مصروف وي، ستا عکس او پوسټ به ورته په زړه پوری نه وي او یا به فکري ورسره جوړ نه وي.

۳: په فېسبوک کې هڅه وکړئ، که کوم کس نه پېژني او د هغه لیکنې خوند درکوي او غواړي ځان ورسره بلد کړي، نو ښه خبره داده، چې لومړۍ ځان وروپېژنې او بیا ورسره د زړه احساسات شریک کړې.

۴ : نوې کارونکي دې ټاپې په جېب کې نه ګرځوي، چې چاته کافر، منافق، جاسوس، سیکولر، مرتد الفاظ وکاروي او یادې کنځلې ورته وکړي. هڅه دې وکړي، چې د خپلې پوهې له مخې دې مقابل لوری پوه کړي او پر منطق ولاړ دلایل دې ورسره ووايي.

۵ : نوې کارونکي دې خپل عکسونو سره ډېر احتیاط کوي، ځکه که چېرې دی د ورځې لس یا شل عکسونه پورته کوې، نو ملګري یې ورسره تنګیږي او ملګري به یې فکر وکړي، چې دی له ذهنه خالي دی او خاص پر موږ خپل عکسونه ګوري.

۶: فېسبوک کې هڅه وکړئ، چې مشرانو سره په ډېر ادب لیکل وکړئ.د ته پر ځای ورته تاسې، صاحب، ښاغلیه، هیله کوم، کور مودان، ژوندي اوسئ، د تکلیف بښنه کوئ او نور درانه الفاظ وکاروئ.

۷ : فېسبوک کې هڅه وکړئ، لومړۍ هغه خلک ملګري کړئ او بلنې ورته ورولېږئ، چې تاسې سره پېژني او یا مو ملګري وي.ځینې خلک هغه بلنې نه مني، چې ګډ ملګري یې ورسره کم وي.

۸ : فېسبوک کې هڅه وکړئ، چې د هر فکر، هر ولایت، هرې ولسوالۍ ملګري ځان سره ولرئ. که چېرې د خپل ولایت، ولسوالۍ یا کلي خلک درسره ملګري وي، نو د نورو له نظریاتو څخه به بې برخې شئ او هم به د نورو سیمو څخه ځان په لوی لاس نا خبره وساتئ. د نورو سیمو ملګري که درسره وي، نو هغه به درته په ژوند کې هم پکار راشي. فېسبوک د اړیکو ښه وسیله ده او له دې لارې په هر ځای کې کولای شئ ملګري ومومئ.

۸ : نوي فېسبوک کارونکي دې له بې ځایه تبصرو، بې ځایه خوښونو او له بې ځایه سریښ کولو(ټګ) څخه  دې جدي ډډه وکړي.په سلو کې ۹۹سلنه فېسبوک کارونکي له ټګ څخه ډېر بد وړي او کېدای شي په هماغه اول ورځ یې د بلاک کندې ته وروغورځوي.

۹ : نوي فېسبوک کارونکي دې هڅه وکړي، له سهار پخیر، غرمه پخیر، ماښام پخیر، شپه پخیر او نورو پخیرونو څخه ډډه وکړي. دغه پخیرونه اوس زاړه شوي، په نوې موضوعاتو دې فکر وکړي او نوې ډاکونه دې وکړي.

۹ : نوي فېسبوک کارونکي دې ډېر نه احساساتي کېږي، ځکه دلته هرډول، هر فکر، هرې سیمې، هر ولایت خلک دي او هر څوک خپل فکر وړاندې کوي.

۱۰ : نوي فېسبوک کارونکي دې داسې فکر نه کوي، چې څوک راسره ملګری دی، نو دی به مې سم پېژني او د نږدې ملګري ګومان پرې وکړي.

۱۱ : د ښوونځیو، دارالمعملینونو او پوهنتونونو استادان دې د عکسونو پورته کولو او بې ځایه پوسټونو څخه دې جدي ډډه وکړي. که چېرې ده سره په فېسبوک کې خپل شاګران ملګري وي او یایې نور خلک په دې نامه پېژني، چې دی په پوهنتون، ښوونځي او دارالمعلمین کې استاد دی او له بې ځایه پوسټونو، انځورونو څخه یې شاګردان او نور خلک خبر شي، نو څه فکر کوئ، چې ده ته به زړه کې څه ووایې؟

۱۲: هغه فېسبوک کاروونکي چې بهر ته ډېر تګ راتګ لري، د هوټلونو د خوراکونو او د عکسونو پورته کولو څخه دې بلکل پرهېز وکړي، ځکه لیدونکی یې کېدای شي د هېواد په یوه سخت ځای کې ژوند ولري او یا ښه وږی وي او که دده د خوراکونو عکسونه وګوري، نو زړه کې به ورته یا ښیراوې وکړي او یا به یې ازار ووهي.

۱۳ : هغه مشران چې ډېر خلک یې په شاعر، لیکوال، سیاستوال او نورو نومونو پېژني، نو هغه دې ماشومانو سره د بحث څخه بیخي ډډه وکړي، اوکه چېرې کوم کس ورته ورسره بحث کوو، او بحث یې پرځای و، نو دی دې دا ځوان وهڅوي او جرئت دې ورکړي او که یې چېرې د ملګرتیا له لېسته وباسي او یا یې بلاک کړي، نو ډېر منفي تبلیغات به پسې وکړي.

۱۴: فېسبوک کې دا هڅه هېڅکله مه کوئ، چې چاته لایک او کمنټ په بدل کې وکړئ او یا هغه سره ګوند، سیمه، ولایت او نورې خواوې وپالئ. که د هرچا پوسټ خوند درکړ او خوښ دې شو، نو د نر غوندې یوه لایک او یوه ښکلې تبصره پرې وکړه او له نوموړي دا هیله هم مه کوه، چې دی به هم راسره ورته چلند وکړي.

۱۵ : فېسبوک کې له ځینو مستعارو سره ډېر پام کوئ. ځینې مستعاریان تاسې نږدې ملګري دي او همدوی درته کنځلې کوي، چټیات درپسې وايي. ځینې مستعاریان نه پر خپل ځان اړ دي او نه پر بل. ددوی ښه لاره داده، چې د ملګرتیا څخه یې بیخي ډډه وکړئ او ځان ترې بې غمه کړئ.

نور بیا!

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
کمال
میلمه
کمال

يوه حبره دي هيره شوې : دپردوخلګوپه نومونود ي اکاونټونه اوپاڼې نه چوړوي،خپل نظریات اواحساسات دي بل ته نه منسوبوي،چې بیاځیني اخمقان هم هغه ناخبره شخص ته پسي شاکنځلي کوي،داکار له هغه چاسره ډیرکيږي چې فیس بوک اکاونټ نلري اوپه ناخبري کې يې بل څوک نوم کاروي،یوله هغومظلومانوزه يم.

nabil afghan
میلمه
nabil afghan

دادې نه ولیکل چي آیډیانې ولې بندېږي سره لدې چي موږ ددوﺉ له شراﺉطو سره سم روان یو
هیله لرم چي په راروان پلا ﺉې ولیکي