افغانستان

پکتیا: څمکنیو کې شاوخوا ۵۰ تنو ته مرګ ـ ژوبله اوښتې

نن ټکی اسیا (شنبه، غبرګولي ۲مه، ۱۳۹۴ل): د پکتیا ولايت په څمکنیو ولسوالي کې د طالبانو او دولتي عسکرو تر منځ په جګړه کې ۵۴ دولتي عسکرو ته مرګ ـ ژوبله اوښتې ده.

د څمکنیو د سرنګوړ او غونډي کلیو اوسېدونکي وايي چې له پرون راهیسې جګړې زور اخیستی او د دوی کلي بشپړ د طالبانو په واک کې شوي دي.

تر دې وړاندې د څمکنیو ولسوالي اوسېدونکو ویلي و، چې طالبانو په ځينو کلیو کې نفوذ کړی او دولتي عسکر يې له سیمو شړلي دي.

طالبانو هم په خپره کړې خبرپاڼه کې د پېښې تاييډ کړی دی او ویلي دي چې له نن سهار راهیسې يې ۳۵ تنه دولتي عسکر وژلي او ۱۹ نور ټپیان کړي دي.

دوی هم منلې چې ځواکونو يې له سرنګوړ او غونډۍ کلیو نو اربکيان شړلي دي او اوس بشپړ د دوی په واک کې دي.

طالبانو په دې عملياتو کې د ګڼ شمېر مهماتو د نیولو خبر هم ورکړی دی خو د خپلو تلفاتو اړوند يې څه نه دي ويلي.

څه موده وړاندې د پکتیا ولایتي شورا غړو او په ولسي جرګه کې د دې ولایت استازو د څمکنیو، زرمت، احمد ابا او سید کرم ولسوالیو د بد امنیتي وضعیت په اړه خبرداری ورکړ، خو د پکتیا امنیه قومندان د دوی اندېښنې بې ځایه وبللې.

یاده دې وي دم ګړۍ په پورته ولسوالیو سربېره په لجه منګل ولسوالۍ کې هم د دې ولسوالۍ پر ودانۍ برید شوی، چې پخوا ترې نه د امنیتي پېښو خبرونه نه دي ورکړل شوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x