افغانستان

روزګان: طالبان د دهراود بازار ته رسيدلي دي

نن ټکی اسیا (شنبه، غبرګولي ۲مه، ۱۳۹۴ل): د روزګان د دهراود ولسوالۍ اوسېدونکي وايي چې طالبانو د دې ولسوالي ګڼ کلي نیولي او دم ګړۍ د ولسوالۍ بازار ته رسيدلي دي.

پژواک خبري اژانس د روزګان د ولايتي شورا د پخواني رییس له خولې لیکلي چې طالبان دم ګړۍ په دهراود بازار کې په جګړه بوخت دي او دولتي عسکر ایله د ولسوالۍ په ودانۍ کې راغونډ دي.

ابراهيم اخوندزاده وايي چې طالبان د دوی تر کوره رسیدلی او دی پخپله له سیمې په تېښته بريالی شوی دی.

د روزګان چارواکي هم مني چې په دهراود کې يې عسکرو تېښته کړې، خو د روزګان د والي ویاند دوست محمد نایاب بیا وايي چې دولتي عسکرو تکتیکي شاتګ کړی دی.

څو ورځې وړاندې د روزګان ځايي اوسېدونکو او ځينو خپلواکو سرچینو د دې ولایت د سقوط خبر ورکړ، خو ځايي چارواکو يې دا اوازې بې بنسټه وبللې.

د روزګان په دهراود، سربېره، په چهارچينو، چارتوت، مرکز ترینکوټ او خاص روزګان کې هم جګړې روانې دي.

د روزګان ولایت د پولیسو یو لوړپوړي چارواکي یوه محلي خصوصي تلویزون ته په مرکه کې ویلي، چې د تیرې اونۍ راهيسې په روانو جګړو کې لس پوستې د دولت له لاسه وتلي، او لږ تر لږه ۴۰ پولیس د خپلو ټولو وسلو او مهماتو سره طالبانو ته تسليم شوي دي.

په ورته وخت کې نن سهار د چهارچینو ولسوالي د ولسوال د وژل کېدو خبر هم ورکړل شو، چې د دولتي چارواکو په خبره د ماین په چاودنه کې خپل کورته څېرمه ووژل شو.

ياده دې وي روزګان په داسې حال کې د طالبانو له خونړیو بریدونو سره مخ دی، چې تر اوسه پورې امنیه قومندان نه لري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x