افغانستان

سراج الحق د اشرف غني په بلنه کابل ته راځي

نن ټکی اسیا (شنبه، غبرګولي ۲مه، ۱۳۹۴ل): د پاکستان جماعت اسلامي ګوند مشر سراج الحق وايي، چې د ګډ حکومت مشر اشرف غني په بلنه کابل ته ځي.

سراج الحق پېښور کې د جماعت اسلامي مرکز«المرکز الاسلامي» کې رسنيو ته وويل، چې دی د افغان ولسمشر اشرف غني په بلنه راتلونکې، جون مياشت کې کابل ته سفر کوي.

سراج الحق په خپله رسمي فيسبوک پاڼه کې ليکلي، چې افغانستان او پاکستان دوه سکه مسلمان وروڼه هېوادونه دي او دوی تل هڅه کوي، چې افغانستان سره ښې اړيکې وساتي.

د سراج الحق په وينا د افغانستان او پاکستان په اړيکو کې پيکه والی د هند په ګټه دی او دوی نه غواړي، چې هند له دې خلا ګټه پورته کړي.

د جماعت اسلامي مشر وايي، چې دی به د خپل سفر پر مهال د افغانستان ټولو سياسي ګوندونو سره ويني.

د سراج الحق په وينا د افغانستان او پاکستان پلاوي بايد يو بل سره تګ راتګ وکړي، تر څو د دواړو لوريو تر منځ موجوده بد ګومانۍ له منځه ولاړې شي او د ښه راتلونکي لپاره په ګډه کار وکړي.

د جماعت اسلامي مشر وايي، چې دوی يوې ځانګړې ډلې يا ګروپ سره اړيکې نه غواړي، بلکې د دوی اړيکې بايد افغان ولس سره وي.

سراج الحق وايي، چې کابل ته د سفر موخه يې افغانستان کې د سولې پروسې سره مرسته او همکاري ده او دوی به په خپل ټول توان هڅه وکړي، چې افغانستان کې سوله او ثبات راشي.

سراج الحق د خپلو خبرو په ترڅ کې د پاکستان او افغانستان پر دوستۍ ټينګار وکړ او وايي، چې هر کله د پاکستان او افغانستان اړيکې کمزورې شوي، ګټه يې هندوستان اخيستې.

د سراج الحق په وينا هندوستان تل هڅه کړې، چې د افغانستان خاوره د پاکستان پر ضد وکاروي.

دا چې کابل ته به د سراج الحق سفر د سولې پروسه کې څومره مرسته او همکاري وکړي، د سياسي چارو کارپوهان وايي، چې د پخواني ولسمشر حامدکزي په واکمنۍ کې د اسفنديار ولي، محمود خان اڅکزي، افتاب احمد خان شېرپاو او مولان فضل الرحمن په ګډون ګڼو سياسي څېرو کابل ته سفرونه کړي، مګر ټول يې بې ګټې بلل کيږي.

د پېښو څارونکي وايي، چې سراج الحق د جماعت اسلامي د پخواني مشر قاضي حسين احمد ځای ناستی او شاګرد دی او افغان ولس له قاضي حسين احمده ښې خاطرې نه لري.

افغان ولس د قاضي حسين احمد په اړه وايي، چې د تېر جهاد پر مهال يې جهادي ګوندونو سره د مور ميرې سلوک کاو او د جهادي ګوندونو تر منځ د اختلاف يو مهم سبب قاضي حسين احمد بلل کيده.

د څارونکو په وينا کابل ته د سراج الحق سفر يوازې د رسمي کړيو تر منځ ليده کاته بلل کيږي او د سولې پروسه کې هېڅ مرسته نه شي کولای.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
کامل

قاضي ماما خو دطالبانو پرضد ګلبدين اورباني سره متحدکړل اوګلبدین له څوکلونو توندی جګړې وروسته دقاضی په غوښتنه دطالبانوپرضد له ربانی سره پخلا اوملګری شو.
اودغه سراجی خو زه پیږنم ډیرمکار،فریبګر اودخولې مداري اودعمل لالچي ده،يومجفل کې یې په روان حهادپوري ملنډی وهلي
دغه جماعتان دفوچ او ای اس ای له اجازې پرته يوکارهم نشی کولای

سبا ظاهر

سراج الحق صيب خو ډیری ښی خبری کړی خو چی کله راځی نو یو ځل به د (ISI) سلام ته ورځی.

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x