
کابل: پر بګرام هوايي اډه او قرغې پوځي کيمپ توغندیز بریدونه شوي
نن ټکی اسیا (شنبه، غبرګولي ۲مه، ۱۳۹۴ل): تېره شپه په بګرام هوايي اډه او سهار وختي په قرغي پوځي کيمپ توغندیز بريدونه شوي دي.
طالبانو پخپله خپره کړې خبرپاڼه کې ويلي چې تېره شپه يې د بګرام پر هوايي اډه دوه توغندي توغولي او په خبره يې درنه مرګ ـ ژوبله يې اړولې ده.
د خبرپاڼې له مخې دواړه توغندي د بهرنیانو پر هستوګنځي لګيدلي دي، چې ځاني او مالي زیان يې ور اړولی دی.
په ورته وخت کې د کابل امنیتي مسوولینو د کابل په قرغه سیمه کې په پوځي کيمپ د توغندیز برید خبر ورکړ.
د دفاع وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې سهار وختي پر یاد پوځي پنډغالي د «BM1» توغندی لګيدلی دی او په خبره يې کوم تلفات نه لري.
د خبرپاڼې له مخې دغه توغندی دې پنډغالي ته څېرمه د چهل دختران له غره توغول شوی دی.
طالبانو د دې توغنديز برید اړوند څه نه دي ويلي، خو د دوی د سږنیو عملیاتو په لړ کې په تېرو څو ورځو کې کابل د پرلپسې، بریدونو او چاودنو شاهد پاتې شوی دی.