جومات، د اصلاح مهم مرکز

احمدالله احمدزی

استاد دلاور خان سېلاب وايي، ملا او امام ته، چې الله تعالی کومه ميډيا او رسنۍ پر لاس ورکړې، د نړۍ هېڅ ځواک سره نه شته.

د استاد په وينا که يو څوک راډيو، تلويزون، ورځپاڼه، يا مجله چلوي، نو د دې لپاره ډېر فنډ، پرسونل او همکارانو ته اړتيا ده، مګر د جومات امام ته الله تعالی داسې مفته ميډيا په لاس ورکړې، که وغواړي، چې خپل پيغام خلکو ته په معقوله طريقه ورسوي، نو خلک قدر هم کوي, ډوډۍ هم ورکوي او مننه هم ترې کوي.

زموږ د ټولنې د اصلاح يو مهم مرکز جومات دی. که جومات کې مو اهل مسؤول او امام و، نو د ټولنې نوی نسل او پاخه خلک د اصلاح لور ته راتلای شي.

د جومات د مسؤوليت په اړه راته د خپل جومات امام صاحب يوه ښه الګو او نمونه ښکاري، غواړم، چې تاسې سره هم د خپل مولوي صاحب په اړه خبره شريکه کړم.

زموږ د جومات امام صاحب د جومات امامتي د يو ديني مسؤوليت له مخې کوي، نه د دنيا د تنخوا او رواج له مخې.

نوموړی سهار وختي لمونځ ته راځي او له جمعې وروسته خپلو مقتديانو ته هره ورځ يو حديث وايي او په اسانه او روانه ژبه يې پښتو کوي او ورپسې د جومات تر څنګ کوټو کې د سهار تر اوو بجو د کلي شاوخوا سلو ماشومانو ته د قرانکريم د حفظ، ناظرې او قاعدې درسونه وايي.

له هغې وروسته مدرسې ته د تدريس لپاره ځي او ماذديګر څلور بجې يو ځل بيا د ماشومانو درسونه پيليږي.

مولوي صاحب، چې د قرانکريم حافظ هم دی په خپله له خپلو درې څلورو نورو ملګرو سره د کلي ماشومانو ته د قرانکريم درسونه وايي.

دغه درسونه د ماذديګر له څلورو بجو پيليږي د لمونځ وقفې سره د ماخستن تر لمانځه دوام لري او له هغې وروسته ماشومان کورونو ته ځي او مولوي صاحب هم خپل کور ته ځي.

د دې تر څنګ د ماذديګر له لمانځه وروسته يې خپلو مقتديانو ته د پيغمبر عليه السلام د سيرت لړۍ پيل کړې او د ماخستن له لمانځه وروسته د قرانکريم ترجمه کوي.

مولوي صاحب د خپلو درسونو او محاضرو په ترڅ کې تل هڅه کوي، چې د خپل ولس او مقتديانو ديني او ټولنيزه اصلاح وکړي او ټول هم و غم يې د خپلو مقتديانو روزنه او خدمت وي.

که زموږ د ټولنې خواخوږي او مخور پر ملايانو او امامانو د نيوکو پر ځای خپلو جوماتونو ته داسې امامان پيدا کړي، چې په رښتينې معنا د ولس په غم غمجن وي او خپل مقتديان د وروڼو او دوستانو په څېر وروزي او د خپل ولس د دنيا او اخرت د پرمختګ او نجات لپاره خپل ژوند وقف کړي، نو دا به زموږ د راتلونکي نسلونو لپاره هم ډېره ګټوره وي او هم به مو جوماتونو کې داسې يو څوک مسؤول وي، چې د منبر او محراب اهل وي.

که د جومات مسؤوليت مو له اهل کسانو سره شو، نو فرد، کورنۍ او ټولنه هم اصلاح کيږي. و ما ذالك على الله بعزيز.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د