ګوګل خپل نوی اپریټنګ سیسټم به راتلونکی اونۍ معرفي کړي

نن ټکی اسیا (شنبه، غبرګولي ۲مه ۱۳۹۴ل): ګوګل کمپنۍ غواړي خپل نوی اپریټنګ سیسټم د ټکنالوژي راتلونکی نندارتون کې معرفي کړي. د راپورونو پر بنسټ ګوګل کمپنۍ خپل دغه اپریټنګ سیسټم کې د ګوتې نښې ته ځانګړی پاملرنه کړې.

له مودې راهیسې ګوګل کمپنۍ غواړي خپل اپریټنګ سیسټم یعني انډرایډ نوی بڼه د انډرایډ ایم (Android M) په نامه وړاندې کړي خو اوس دغه کمپنۍ پریکړه کړې چې خپل دغه اپریټنګ سیسټم د ګوګل کمپنۍ لخوا په لار اچوول شوی نندارتون چې ګوګل ای/او (Google I/O) نومول شوی کې کاروونکو ته معرفي کړي.

اوس چې د ټکنالوژي نندارتون ته یوازې پنځه ورځې پاتې داسې راپورونه خپاره شوي چې ګوګل کمپنۍ خپل دغه اپریټنګ سیسټم کې د ګوتې نښې ته ځانګړی پاملرنه کړې او غواړي خپل د اپریټنګ سیسټم دغه اپشن نور هم پیاوړی کړي.

ګوګل کمپنۍ تل د سمارټ فون تولیدوونکو کمپنیو څخه د ټکنالوژي په برخه کې وروسته پاتې شوی. د مثال په ډول هواوي (Huawei) او سامسنګ په دې وروستیو کې د ګوتې نښې اپشن خپل تولیداتو کې زیات کړ خو دغه اپشن د ګوګل لخوا دغو کمپنیو په تولیداتو کې نه دی وړاندې بلکه یاد کمپنیو په خپله دغه اپشن خپلو سمارټ فونونو او انډرایډ اپریټنګ سیسټم کې زیات کړی.

له بلې خوا داسې راپورونه هم شتون لري چې هواوې (Huawei) کمپنۍ غواړي د ګوګل کمپنۍ لخوا جوړیدوونکی سمارټ فون نیکسس (Nexus) تولید کړي. د ټکنالوژي په برخه کې د وروستیو لاسته راوړنو څخه دا څرګندیږي چې ګوګل کمپنۍ به خپل دغه اپریټنګ سیسټم کې د ګوتې نښې اپشن ته ځانګړی پاملرنه وکړي کنه زیات شمیر کاروونکي به له لاسه ورکړي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د