افغانستان

حامد کرزی چين ته په سفر لاړ

نن ټکی اسیا (شنبه، غبرګولي ۲مه، ۱۳۹۴ل): پخوانی ولسمشر حامد کرزی د چين د دولت په بلنه هغه هېواد ته په سفر تللی دی.

د حامد کرزي له مطبوعاتي دفتره خپره شوې خبرپاڼه وايي چې نوموړی نن سهار په خصوصي سفر چين ته روان شو، چې د خبرپاڼې له مخې کوم رسمي سفر نه بلل کېږي.

د خبرپاڼې د خبر په اساس نوموړی به له چيني چارواکو سره حد اکثر څلور ورځې پاتې شي، خو دا چې په کومو مسائلو به سره خبرې ولري، څه نه دي ويل شوي.

حامد کرزی وروسته له هغه چې له واکه لرې شوی، د دویم ځل لپاره چين ته سفر کوي، چې تر دې وړاندې هند، جرمني، اسټرلیا او ځينو نورو هېوادونو ته هم تللی دی.

د ګډ حکومت د روان وضعیت په اړه د حامد کرزي د پلويانو څرګندونو ته په کتو په دولت کې لوړپوړي مسوولین د حامد کرزي بهرنيو سفرونو ته په ښه سترګه نه ګوري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x