افغانستان

«کوهستاناتو ولسوالۍ ۸۰ سلنه د طالبانو په واک کې ده»

مشرانو جرګه کې د سرپل د خلکو استازی محمد عظیم قویاش
مشرانو جرګه کې د سرپل د خلکو استازی محمد عظیم قویاش

نن ټکی اسیا (شنبه، غبرګولي ۲مه، ۱۳۹۴ل): په مشرانو جرګه کې د سرپل د خلکو استازی «محمد عظیم قویاش» وايي په دغه ولایت کې د تېر کال په پرتله د طالبانو خوځښتونه څو چنده زیات شوي، او په خبره یې، له تېرو شپږو میاشتو راهیسې وضعیت ډیر اندیښمنوونکی دی.

نوموړی وايي چې د سرپل ولایت د کوهستاناتو ولسوالۍ ۸۰ سلنه د طالبانو په واک کې ده او پاتې ۲۰ سلنه یې تر محاصرې لاندې ده.

قویاش له دولتي چارواکو ګیله وکړه چې دوی څو ځله په شفاهي او لیکلې بڼه د سرپل د امنیتي وضعیت په اړه له چارواکو سره اندیښنې شریکې کړي خو هغوی یې خبرو ته ارزښت نه دی ورکړی.

د مشرانو جرګې دغه غړي له طلوع تلویزون سره په خبرو کې زیاته کړه چې د سرپل له مرکز څخه د کوهستاناتو ولسوالۍ تر مرکزه غځیدلې لار ۱۰۰ کیلومترو ته رسیږي چې نیم په نیمه د طالبانو تر کنټرول لاندې ده.

قویاش همدا راز وايي چې طالبان له کوهستاناتو نیولې ان تر هلمنده پورې په غځیدلې لویې لارې واکمن دي چې دولتي چارواکي له ډاره په دغو لارو تګ راتګ نه شي کولای.

سرپل یو له هغو ولایتونو څخه دی چې په کې له څو میاشتو راهیسې امنیتي ځواکونو ته معاشات نه دي ورکول شوي، چې له کبله یې ډیری وخت پولیس او عسکر ملکي وګړي لوټوي او له کورونو یې غلاوې کوي.

محمد عظیم قویاش د امنیتي ځواکونو د معاشاتو د ځنډ لامل دا په ګوته کوي چې ټولې ځمکنۍ لارې بندې او د طالبانو په واک کې دي نو ځکه دولت تر اوسه نه دی توانیدلی چې خپلو عسکرو ته په خپل وخت معاشات ورسوي.

ښاغلي قویاش د دولتي چارواکو د هغو څرګندونو په اړه شک څرګند کړ چې هره ورځ طالبانو ته د درنو ځاني تلفاتو د وراړولو خبر ورکوي. نوموړی وايي:

«دولتي مسئولین هره ورځ د لسو او شلو طالبانو د وژلو خبر ورکوي، خو تر اوسه هیچا دغه مړي په خپلو سترګو نه دي لیدلي چې دغه طالبان په کوم ځای کې وژل شوي».

قویاش زیاتوي چې کیدای شي طالبان تلفات ولري خو د امنیتي ځواکونو تلفات زښت ډیر دي.

نوموړی وايي چې د طالبانو د بریدونو په وړاندې د دولت د ضعف او ناتوانۍ علت «د پرسونل کمبود» دی، او زیاتوي چې په ټول ولایت کې د ملي پولیسو او اربکیانو شمیر ۲۰۰۰ ته نه رسیږي، چې په باور یې ډیره مشکله ده چې دوه زره کسان د درې یا څلور زرو طالبانو په وړاندې مقاومت وکړي.

عظیم قویاش وايي افغان ځواکونه د درنو وسلو له نشتون سره مخ دي په داسې حال کې چې طالبان په مراتبو له دولتي ځواکونو څخه زیاته ثقیله وسله لري، چې ډیره برخه یې له افغان ځواکونو څخه نیولې ده.

قویاش زیاتوي چې څلور میاشتې مخکې د ملي اردو یو په وسلو بار ټولی له کوهستاناتو څخه ولایت ته روان وه، چې په لاره کې طالبانو محاصره کړ چې په نتیجه کې په سلګونو سپکه او درنه وسله او پوځي نقلیه وسایط د طالبانو لاس ته ولویدل.

نوموړی وايي چې دوه اونۍ وړاندې خو طالبان د ولایت دوه کیلومترۍ ته رارسیدلي وه او له همدومره لنډ واټن څخه یې په دولتي تاسیساتو بریدونه کول او د طالبانو راکټونه د ولایت په مقام او امنیې قومندانۍ په ودانیو کې لګیدل.

د مشرانو جرګې دغه غړی اندیښنه څرګندوي چې که سرپل ولایت ته لازمه توجه ونه شي ښايي وضعیت لا زیات اندیښمنوونکی شي.

د عزم په نامه د طالبانو د سږنیو پسرلني عملیاتو له پیل راهیسې د شمال په کندز، بغلان، بدخشان، فاریاب، غور، سرپل او بادغیس ولایتونو کې په پرلپسې ډول د طالبانو د پرمختګ راپورونه ورکول کیږي چې ورسره جوخت ګډ حکومت ټولو رسنیو ته امر کړی چې د عامه مورال د ساتنې په موخه د طالبانو د پرمختګونو له نشرولو ډډه وکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x