fbpx

اشرف غني معصوم ستانکزی د دفاع وزير په توګه ولسي جرګې ته معرفي کړ

نن ټکی اسیا (شنبه، غبرګولي ۲مه، ۱۳۹۴ل): د ګډ حکومت مشر اشرف غني له لوري د سولې شورا پخوانی لوړپوړی غړی معصوم ستانکزی د دفاع وزارت سرپرست ټاکل شوی او ولسي جرګې ته د باور رايې تر لاسه کولو لپاره د دفاع وزير په توګه ور وپېژندل شو.

ولسمشرۍ ماڼۍ څخه په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي، چې معصوم ستانکزی د ملي دفاع وزارت سرپرست وزير ټاکل شوی او ولسي جرګې ته د باور رايې تر لاسه کولو لپاره معرفي شوی دی.

د ولسمشرۍ ماڼۍ له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د ستر درستيز درستيزوال ډګر جنرال عبدالخالق د محمد سرور زوی د ملي دفاع وزارت مرستيال او د ۱۱۱ فرقې قوماندان جنرال قدم شاه د عبدالروف زوی د ملي دفاع وزارت لوی درستيز ټاکل شوی دی.

د دفاع وزارت نوماند معصوم ستانکزی د لوګر محمد اغې ولسوالۍ اوسېدونکی دی، چې ۱۹۵۸ز کال کې په دغه ولسوالۍ کې زيږيدلی، لومړنۍ زده کړې يې په لوګر کې ترسره کړي او بيا د کابل د مخابراتو له انسټيټيوټ څخه فارغ شوی او د شوروي يرغل پر مهال د پخواني کميونيست نظام غړی پاتې شوی دی.

د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د «اريا» په نوم د يوې مؤسسې مشر و. د امريکايانو په راتګ سره ۲۰۰۲- ۲۰۰۴ز کاله د مخابراتو وزير و. د دې تر څنګ يې د پخواني ولسمشر حامد کرزي د سلاکار او د سولې شورا د دارالانشاء د رييس په توګه دندې ترسره کړي دي.

د معصوم ستانکزي د ټاکنې په اړه د پېښو څارونکي نيوکې کوي او وايي، چې نوموړی په جګړه ييزو چارو هېڅ تجربه نه لري او دی نه شي کولای د افغانستان په څېر يو جګړه ييز هېواد کې د دفاع وزرات مشري وکړي.

دغه راز جنرال قدم شاه، چې د اجراييه رييس عبدالله له لوري د لوی درستيز څوکۍ ته معرفي شوی د بدخشان ولايت تشکان ولسوالۍ اوسېدونکی دی او د جهاد پر مهال يې د جمعيت اسلامي حربي پوهنتون لوستی دی.

د ولسمشرۍ ماڼۍ د يو بل حکم له مخې د پغمان ولسوالۍ اوسېدونکی ډګر جنرال عبدالخالق د محمد سرور زوی د ملي دفاع وزارت د لومړي مرستيال په توګه ټاکل شوی دی.

د څارونکو په اند د ولسمشرۍ ماڼۍ اوسنۍ ټاکنې د تخصص او اهليت پر ځای د شخصي ګټو او سياسي مصلحت له مخې ترسره شوي، چې امله يې د ښو پايلو تمه ترې بې ځايه ده.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د