fbpx

ګنجۍ نجلۍ / فولکوریکه کیسه

ژباړن : عطا محمد میاخېل

 کلونه پخوا په یوه لرې پرته سیمه کې یوه بوډا سړي او یوې بوډۍ ښځې ژوند کاوه. سره له دې چې بېوزله ول، اوه لورګانې یې هم لرلې . الله (ج) هره ورځ، هر یوه ته د کور له کړکۍ څخه یوه روغن جوشۍ ورکوله، هغوی دا روغن جوشۍ په ډېرې لېوالتیا خوړله، مګر خېټې یې په بشپړه توګه پرې نه مړېدې، په رښتیا، چې هر کس ته په ورځ کې یوه روغن جوشۍ ډېر کم خواړه دي . یوه شپه بوډۍ خپل خاوند ته وویل : اوس زه او ته دواړه زاړه شوي یو او موږ ته د اوه لورګانو ساتنه ګرانه ده، راځه چې په یوه بانه نجونې د خپل سر نوشت په لور واستوو، په دې کار سره به د هغوی برخه روغن جوشۍ زه او ته وخورو، پرېږده چې د عمر په پای کې لږ هوسا ژوند وکړو، موږ خو د دې اوه نجونو ذمه وار نه یو.

دواړو شپه د پلان په جوړولو وېښه تېره کړه، سبا بوډا خپلو لور ګانو ته وویل : ګور ګورو ته مې زړه شوی، راځئ چې له غره ګور ګورې راوړو، نجونې د پلار په دې خبره ډېرې خوشاله شوې، ځکه چې د تفریح له پاره یې یو ښه موقع تر لاسه کړه، له خپل پلار سره غره ته لاړې، بوډا بانه وکړه، چې نه شي کولای په غره کې مزل وکړي، پر یوه تیږه کېناست او خپلې لورګانې یې غره ته ولېږلې او ورته وې ویل : زه ستاسو ساتنه کووم، دا چې نجونې د ګور ګورو په راټولولو بوختې شوې، بوډا خپلې جامې پر یوه تیږه ځوړندې کړې او خپله بېرته را وګرځېده، نجونو به چې کله شاته کتل او د خپل پلار په جامو به یې سترګې لګېدې، نو ډاډمنېدې، چې پلار یې هلته شتون لري. مور یې هرې یوې ته یوه کڅوړه ورکړې وه،چې لاندې برخه یې سورۍ وه، نجونو به چې هر څومره ګور ګورې را ټولولې، نو کڅوړې به یې نه ډکېدې، په ناڅاپي ډول یې د کڅوړو بېخ ته پام شو، ګوري چې لاندې برخه یې سورۍ ده، د کوچنۍ خور وېښتان کم ول، چې خویندو یې د پیغور په توګه هغې ته ګنجۍ په نوم غږ کاوه، مګر الله (ج) هغې ته ځانګړې پوهه او استعداد ورکړی وو، چې نورې نجونې ترې محرومې وې . کله چې د ګنجۍ نجلۍ سوریو کڅوړو ته پام شو، خواشینې شوه، سر یې وښوراوه او وې ویل : زما د بېچاره مور سترګې کمزورې شوې دي او نه ده توانېدلې، چې کڅوړې په سمه توګه وګنډي. خپلو خویندو ته یې وویل : زه اوس دعا کووم، چې خدای (ج) دې ما په ستنې او تار بدله کړي، تاسو تار او ستنه را واخلئ او کڅوړې پرې وګنډئ، کله چې کار مو پای ته ورسېده، نو ستنه پر یوې تیږه ووهئ، نو هغه مهال زه را ویښېږم او بېرته په لومړۍ بڼه را څرګندېږم . خویندو یې یو بل ته وکتل اوپرې ملنډې یې ووهلې ، وروسته یې په خواشینۍ وویل : دا چټیات نور مه وایه، چې په دې سره زموږ آبرو له منځه وړې، که چېرې بیا دې دا لېونتوب وکړ، دا څو تاره وېښته دې چې پر سر پاتې دي، هغه به موږ په خپلو منګولو درنه را وشکوو .

ګنجۍ نجلۍ د خپلو بې باوره خویندو په وړاندې یوه دعا ولوسته او په تار و ستن باندې بدله شوه . خویندو ولیدل، چې له واقعیتونو تېښته نه شته، ستن و تار یې را واخیستل او کڅوړې یې وګنډلې، کله چې کار یې پای ته ورسېده، نو ستن یې پر یوه تیږه ووهله او ګنجۍ نجلۍ د دوی پر وړاندې لومړۍ بڼه څرګنده شوه، په چټکۍ یې کڅوړې له ګورګورو څخه ډکې کړې او هغه ځای ته لاړې په کوم کې، چې پلار یې منتظر وو، کله چې هغه ځای ته ورسېدې، ګوري چې یوه جوړه جامې ځوړاندې دي او پلار یې نه شته دی، د نجونو په خپل ټول عمر کې دا یې لومړی ځل وو، چې غره ته راغلې وې، نو له دې کبله د خپل کور لاره ورته سمه نه وه معلومه، شپه تیاره شوې وه او هغوی د خپل کور په لوري روانې وې، مګر ډېر ژر یې لاره ورکه کړه په دښتو او غرونو کې سرګردانه شوې، په وېرې او بې هدفه یوه او بل لوري ته تللې، تر دې چې یوه وېرونکي ځنګله ته ورسېدې، ځنګل په دې کچه ګڼ وو، چې نجونو په کې تګ نه شو کولای، په هغه ځای کې حیرانې کېناستې او ژړا یې پیل کړه . ګنجنۍ نجلۍ چې دا حالت ولیده، پورته شوه او وې ویل : له ژړا څخه څه نه شي تر لاسه کېدای، خدای (ج) د هر درد له پاره درمل پیدا کړي دي، زه اوس له ځانه تبر جوړوم او تاسو پر هغه خپله لاره خلاصه کړئ، کله چې له ځنګله څخه ووتئ، تبر په تیږه ووهئ، نو زه را ویښېږم .

ګنجۍ نجلۍ یوه دعا ولوسته او ترې تبر جوړ شو . خویندو د هغه په وسیله خپله لاره پرانیسته، کله چې ځنګله څخه بهر شوې، هغه یې را ویښه کړه، ټولې خویندې یو ځای روانې شوې، همداسې روانې وې، تر دې چې یوه سیند ته ورسېدې، بیا هم حیرانې شوې، چې له سیند څخه په څه ډول واوړي. ګنجۍ نجلۍ وویل، چې زه درسره یم، نو هېڅ غم مه کوئ، دا ځل یې بیا دعا ولوسته او پر سیند باندې د یوه پله بڼه را څرګنده شوه. دا ځل د خویندو په زړونو کې کینه را پیدا شوه، کله چې له پله څخه اوښتلې، نو یوې بلې ته وویل : دا ډېره بده خبره، چې دا ګنجۍ دومره کمالونه ولري او موږ یې ونه لرو، سبا به وایي، همدا زه وم، چې تاسې مې وژغورلۍ او دا موږ ته د شرم خبره ده، چې د یوې ګنجۍ په اندازه کمال ونه لرو، په کوم مخ به د نورو په وړاندې خپلې کیسې ته غوږ نیسو، تر څو چې ګنجۍ زموږ په منځ کې وي، نو موږ هېڅ ارزښت نه لرو، هغوی څه کار وکړ؟ کله چې له پله څخه تېرې شوې، پرته له دې چې خپله خور خبره کړي خپله لاره یې ونیوله او لاړلې. ګنجۍ بېچاره هلته د پله په بڼه پاتې شوه .

څو ورځې وروسته یو شپون سیند غاړې ته راغی، له خپلې رمې سره پرې تېرشو . شپون د تېرېدو پرمهال خپله لکړه په ځمکه ووهله، د لکړې ټک ـــ ټک د دې لامل شو، چې ګنجۍ نجلۍ له خوبه را ویښه شي، کله چې له هر څه نا خبره شپون د سیند بلې غاړې ته واوښت، ناڅاپه یې ولیدل، چې پل د یوې ځوانې نجلۍ په بڼه راڅرګند شو، خوله یې له ډېرې حیرانتیا خلاصه پاتې شوه. ګنجۍ نجلۍ وویل : مه حیرانېږه زه هم انسان یم، دا چې زه دې خبره کړم ډېره زیاته مننه. کله چې شپون له موضوع څخه خبر شو، نو له خپلو پسونو څخه یې یو پسه د ډالۍ په توګه ګنجۍ نجلۍ ته ورکړ، ګنجۍ نجلۍ هم هغه واخیست او په خپلو خویندو پسې لاړه. خویندو یې څو ورځې پر له پسې مزل وکړ، ستړیا او لوږه پرې غالبه شوه او هغوی له تګ څخه پاتې شوې، نور یې له خپل ځای څخه د ښورېدو توان هم نه درلوده، په داسې حال کې چې له خپل کړي عمل څخه پښېمانه شوې وې وویل : کاشکې هماغه ګنجۍ نجلی وای، هغې دې ستونزې ته خامخا د حل لاره پیدا کوله، په همدې شېبه کې ګنجۍ نجلۍ را ورسېده او وې ویل : څه ګټه چې د ګنجۍ نجلۍ په قدر نه پوهېږئ. شپږ خویندې د یوه پردي شپون په اندازه ارزښت نه لرئ .

کله چې خویندو یې هغه ولیدله، نو له ډېرې خوشالۍ یې چیغې کړې، احساس یې وکړ، چې ګنې وژغورل شوې، ګنجۍ نجلۍ پرته له دې چې خپلو خویندو سره کینه وکړي، له هغوی څخه یې وغوښتل، چې پسه حلال او یو ځای یې سره وخوري، هغوی چې د خوړو نوم واورېده، نو له ډېرې خوشالۍ یې لاسونه او پښې ورږدېدې، مګر هغو یو ستونزه لرله، هغه دا چې یو بل ته یې اړتیا درلوده، بیا هم ګنجۍ نجلۍ وه، چې وې ویل : غم مه کوئ زه یوه دعا کووم، چې خدای (ج) ما په یوه دېګي بدله کړي، تاسو غوښې پخې کړئ او وې خورئ، کله چې مړې شوئ، نو ما خبره کړئ . خویندو په ډېرې مینې او لېوالتیا د پسه غوښه پخه کړه او په خوند سره یې وخوړه، کله چې ګېډې یې مړې شوې، پرته له دې چې د خپلې نېکې او ښې خور په اړه فکر وکړي دېګی یې په هغه ځای پرېښود او لاړې، له څو ورځو وروسته یو الوتونکی د دېګي پر غاړه کېناست او د وچې غوښې د خوړلو له پاره، کومه چې د دېګي پر غاړه نښتې وه ټونګه ووهله، د دېګي درنګ درنګ غږ پورته شو او ګنجۍ نجلۍ په ناڅاپي ډول را ویښه شوه، ګوري چې خویندو یې یو ځل بیا دا پرېښي او تللې دي، ګنجۍ نجلۍ بالاخره پوه شوه، چې خویندې یې له دې سره نه جوړېږي، نو له دې امله یې هوډ وکړ، چې نوره په هغوی پسې ور نه شي، بله لاره یې غوره کړه، په لاره روانه وه، تر ډېر مزل وروسته یوه سوري ته ورسېده، د سوري له خولې یې دننه ور وکتل، ګوري چې په سوري کې دننه ډېرې طلاوې او ډول ډول خواړه ایښي دي، له ځنډ پرته سوري ته ننوته او خوراک یې پیل کړ، له دې وروسته چې خواړه یې وخوړل او مړه شوه، یو ښکلی او مټور ځوان یې ولیده، چې سوري ته را ننوت، ځوان چې ګنجۍ نجلۍ ولیده د مېلمه پالنې په دود یې هغې ته ښه راغلاست ووایه او په سوري کې د هغې له شتون څخه ډېر خوشاله شو .

ځوان وویل : زه یو ښکاري یم، ډېره موده کېږي، چې له کلي او ښار څخه بېزاره شوی یم او دې سوري ته مې پنا راوړې ده، سړی چې یوازې وي نو هوسا وي، لږ تر لږه د خلکو له دوکو او دوه مخي توب څخه به په امن کې وي، ډېره موده کېږي، چې له هیچا سره مې خبرې نه دي کړي، غوښتل مې یوڅوک راسره وي، چې خبرې ورسره وکړم، تر دې چې الله (ج) ته ماته راولېږلې .

ډېر ژر یې د یو بل کړه وړه او اخلاق خوښ شول، د دې له پاره چې تل د یو بل ترڅنګ پاتې شي، له یوبل سره یې واده وکړ او دواړو یو ښکلی ژوند پیل کړ . له ګډ ژوند څخه یې چې څو ورځې تېرې شوې، ګنجۍ نجلۍ د خپلو خویندو په فکر کې شوه، له دې کبله یې روغن جوشۍ پخې کړې او د خپل خاوند د اجازې اخیستلو وروسته، د هغوی په لټه له کوره بهر شوه . خویندو یې چې د ډېرې ستړیا او له لوږې له امله د یوې تیږې لاندې اوږې غځېدلې وې او له الله (ج) څخه یې خواړه غوښتل، ګنجۍ نجلۍ پورته تیږې ته وختله او هرې یوې ته یې یوه ــ یوه روغن جوشۍ ور واچوله، خویندو یې په ډېرې چټکتیا روغن جوشۍ وخوړې او وې ویل : خدایه ! یوه بله !

ګنجۍ نجلۍ هر یوې ته یوه بله ور واچوله، خویندو یې هغه هم وخوړې، مړې نه شوې او بیا یې وویل : خدایه یوه بله !

ګنجۍ نجلۍ له پورته وخندل، خویندو یې چې هغه ولیده، نو له ډېره شرمه یې مخونه سر واوښتل، بیا هم هماغه ګنجۍ نجلۍ وه، چې د دوی په درد وخوړل شوه. خویندې یې د هغې پښو ته وغورځېدې او له هغې څخه یې بښنه وغوښته، ګنجۍ نجلۍ د هغوی له نېمګړتیاوو ور تېره شوه او هغوی یې له ځان سره هغه سوري ته بوتلې په کوم کې، چې دې له خپل خاوند سره ژوند کاوه. ښکاري له هغوی سره ښه چلند وکړ او هغوی ته یې وویل، چې هر څه ته اړتیا لري کولای شي له ځان سره یې یوسي. نجونې څو ورځې په سوري کې پاتې شوې او وروسته د ښکاري په لارښوونه بل ښارته لاړې .

کله چې مور او پلار یې د خپل پلان پر بنسټ خپلې لورګانې له کوره وویستې او ډېر خوشاله ول، چې د هغوی برخه روغن جوشۍ به هم دوی وخوري، کله چې د خوړو د خوړولو وخت را ورسېد، د نورو ورځو په څېر یوازې یوه ــ یوه روغن جوشۍ هر کس ته ورسېده، له خولې یې بېدرېغه آه پورته شو، هغوی خپلې لورګانې له لاسه ورکړې وې، خو خپلې غوښتنې یې نه وې پوره شوې، په دې وخت کې پوه شول، چې خدای (ج) نه شو دوکه کولای .

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د