
چین، روسیه او فنلینډ مو د امریکا له جاسوسۍ ژغوري
نن ټکی اسیا (یکشنبه، غبرګولي ۳مه ۱۳۹۴ل): وروسته له هغې چې د سي ای اې (CIA) کارکوونکی ادوارد اسنودن د امریکا انټرنیټي جاسوسي افشا کړ ځینې هیوادونه غواړي چې د سمارټ فونونو لپاره نوی اپریټنګ سیسټم جوړ کړي.
ځینې هیوادونه له افشا شوي معلوماتو وروسته غواړي د سمارټ فونونو لپاره خپل اپریټنګ سیسټم جوړ کړي تر څو د خپل هیواد او هیوادوال شخصي معلومات محفوظ کړي.
د روسيي دولت په رسمي ډول اعلان کړی چې دغه هیواد به د سمارټ فونونو لپاره نوی اپریټنګ سیسټم جوړوي ترڅو د دغه هیواد اوسیدوونکي د امریکا د جاسوسۍ له شر څخه وژغوري.
دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې داسې راپورونه خپاره شول چې د امریکا فضايي اداره ناسا (NASA) په انډرایډ سمارټ فونونو کې د ګوګل پلې سټور (Google Play Store) په مرسته د کاروونکو شخصي او محرمانه معلومات غلا کوي.
نیکولای نیکیفوروف د روسيي د ټکنالوژي وزیر د نوی اپریټنګ سیسټم جوړولو خبر ورکولو سره وویل چې دغه اپریټنګ سیسټم به د جولا (Jolla) کمپنۍ په تخنیکي مرسته جوړیږي.
جولا (Jolla) کمپنۍ د نوکیا کمپنۍ یو پخوانی کارکوونکی په مرسته جوړه شوې او په فنلینډ کې موقعیت لري. دغه کمپنۍ له دې وړاندې د ټکنالوژي په برخه کې ځینې لاسته راوړنې هم لري.
ورستیو راپورونو پر بنسټ دغه اپریټنګ سیسټم به د چین، روسیه او فنلینډ هیوادونو په مرسته جوړيږي. د ځینې راپورونو پر بنسټ ځینې روسي چارواکي ویلي چې دغه اپریټنګ سیسټم په طرحه کې به هند، برازیل او سویلي افریقا ته هم د ګډون بلنه ورکړل شي.
د روسيي د ټکنالوژي وزیر د دغې اپریټنګ سیسټم نوم په اړه څه ندی ویلی خو نوموړی وویل په روسیه کې ۹۵ سلنه خلک انډرایډ یا د اپل کمپنۍ اپریټنګ سیسټم لروونکي سمارټ فونونه استعمالوي.