ښځه ګرانه مور او ګرانه خور ده

Muslim Womanښځو ته چې کوم حقوق اسلام ورکړي بل هيڅ يوه دين ، مذهب او ټولني نه ورکړي  وو، نه يې ورکړي او نه به يې هم ورکړي.

ښځه هغه مور ده چې په ژوند کې خپل زوی ته تر دي ګرانه او عزتمنده بل هيڅ کوم شی نشته، نېکه او ښه ميرمن هغه عزتمنده ا و ګرانه ښځه ده چې خاوند ته يې بې له مور،اولاد او پلار څخه تر دي کوم بل شي محبوب او ګران نشته. ښځه هغه خور ده چې وروڼه  يې ددوي د عزت او پت ساتلو لپاره له سرونو څخه تيريږي.

ښځه هغه عزتمنده او قدرمنه څيره  ده چې د کور څخه بهر او دننه ټولي ستونزي نارينه په ورين تندي ددي د خوشحالي او هوسايې لپاره ګالي.

ښځه د کور هغه سرداره او مشره ده چې په کور کې دننه د ټولو اړوند ښځينه پريکړو کې اخرنۍ پريکړه او نظر يې نارينه عملي کوي.

په قرآن کې د ښځي  (مور) په اړه الله  عزوجل ډير آيتونه نازل کړي دي:

وَاعْبُدُواْ اللّهَ وَلاَ تُشْرِكُواْ بِهِ شَيْئًا وَبِالْوَالِدَيْنِ إِحْسَانًا وَبِذِي الْقُرْبَى وَالْيَتَامَى وَالْمَسَاكِينِ وَالْجَارِ ذِي الْقُرْبَى وَالْجَارِ الْجُنُبِ وَالصَّاحِبِ بِالجَنبِ وَابْنِ السَّبِيلِ وَمَا مَلَكَتْ أَيْمَانُكُمْ إِنَّ اللّهَ لاَ يُحِبُّ مَن كَانَ مُخْتَالاً فَخُورًا ۞

او تاسې ټول د الله بندګي وكړئ ، له هغه سره هېڅ شي شريك مه نيسئ، له مور او پلار سره غوره رويه وكړئ ، له خپلوانو ، يتيمانو او مسكينانو سره نيك چلن وكړئ ، او له خپلوانوګاونډيو سره ، پرديوګاونډېو سره ، د څنګ له ملګري او پرديس سره او له هغو وينزو او غلامانو سره چې ستاسې په لاس كښې وي ، داحسان چار چلن وكړئ ، باور ولرئ چې الله يو داسې څوك نه خوښوي چې په خپله انګېرنه مغرور وي او په خپله لوړتيا وياړي

قُلْ تَعَالَوْاْ أَتْلُ مَا حَرَّمَ رَبُّكُمْ عَلَيْكُمْ أَلاَّ تُشْرِكُواْ بِهِ شَيْئًا وَبِالْوَالِدَيْنِ إِحْسَانًا وَلاَ تَقْتُلُواْ أَوْلاَدَكُم مِّنْ إمْلاَقٍ نَّحْنُ نَرْزُقُكُمْ وَإِيَّاهُمْ وَلاَ تَقْرَبُواْ الْفَوَاحِشَ مَا ظَهَرَ مِنْهَا وَمَا بَطَنَ وَلاَ تَقْتُلُواْ النَّفْسَ الَّتِي حَرَّمَ اللّهُ إِلاَّ بِالْحَقِّ ذَلِكُمْ وَصَّاكُمْ بِهِ لَعَلَّكُمْ تَعْقِلُونَ ۞

اي محمده (ص)! دوی ته  ووايه چې راشئ  زه تاسې ته اوروم چې ستاسې رب پر تاسې څه بنديزونه لګولي دي: (١) دا چې له هغه سره څوك مه شريكوئ، (٢) له مور او پلار سره ښه چار چلن وكړئ، (3) خپل اولاد د مفلسۍ له وېرې مه وژنئ ، مونږ تاسې ته هم روزي دركوو او هغو ته به يې هم وركړو، (4) او د بې حيايۍ كارونو ته نژدې كېږئ هم مه كه ښكاره وي او كه پټې ، (5) او هغه نفس چې الله هغه محترم ګرځولى دى مه وژنئ مګر په حق سره، دا خبرې دي چې ددې لارښودنه هغه تاسې ته كړېده ، تاسې بايد له پوهې او ادراك نه كار واخلئ.

يَسْأَلُونَكَ مَاذَا يُنفِقُونَ قُلْ مَا أَنفَقْتُم مِّنْ خَيْرٍ فَلِلْوَالِدَيْنِ وَالأَقْرَبِينَ وَالْيَتَامَى وَالْمَسَاكِينِ وَابْنِ السَّبِيلِ وَمَا تَفْعَلُواْ مِنْ خَيْرٍ فَإِنَّ اللّهَ بِهِ عَلِيمٌ ۞

خلك له تانه پوښتنه كوي مونږ څه مصرف كړو ؟ ځواب وركړه كوم مال چې تاسې لګوئ پر خپل مور او پلار ، خپلوانو يتيمانو ، مسكينانو او پرديسانو يې ولګوئ او تاسې چې هره ښېګڼه كوئ الله پرې پوهېږي.

دا ډول په لاندې آيت کريمه کې د ميرمن او خاوند په اړه الله عزوجل  فرمايې:

وَمِنْ آيَاتِهِ أَنْ خَلَقَ لَكُم مِّنْ أَنفُسِكُمْ أَزْوَاجًا لِّتَسْكُنُوا إِلَيْهَا وَجَعَلَ بَيْنَكُم مَّوَدَّةً وَرَحْمَةً إِنَّ فِي ذَلِكَ لآيَاتٍ لِّقَوْمٍ يَتَفَكَّرُونَ ۞

او دهغه له نښانو څخه ( بله ) داده چې ستاسې لپاره همدا ستاسې له جنس نه يې ميرمنې پيدا كړې ترڅوچې تاسې له هغو سره ارام ترلاسه كړئ او ستاسې  ( ښځې او خاوند ) په مينځ كښې يې مينه او خواخوږي پيداكړه . په باورى ډول پدې كښې دهغو خلكو لپاره ډيرې نښانې دي چې غور او فكر كوي .

د نظرونو ساتلو په اړه الله عزوجل نر او ښځي  دواړو ته امر کړی چې خپل نظرونه او شرمځايونه وساتئ:

قُل لِّلْمُؤْمِنِينَ يَغُضُّوا مِنْ أَبْصَارِهِمْ وَيَحْفَظُوا فُرُوجَهُمْ ذَلِكَ أَزْكَى لَهُمْ إِنَّ اللَّهَ خَبِيرٌ بِمَا يَصْنَعُونَ ۞ وَقُل لِّلْمُؤْمِنَاتِ يَغْضُضْنَ مِنْ أَبْصَارِهِنَّ وَيَحْفَظْنَ فُرُوجَهُنَّ وَلاَ يُبْدِينَ زِينَتَهُنَّ إِلاَّ مَا ظَهَرَ مِنْهَا وَلْيَضْرِبْنَ بِخُمُرِهِنَّ عَلَى جُيُوبِهِنَّ وَلاَ يُبْدِينَ زِينَتَهُنَّ إِلاَّ لِبُعُولَتِهِنَّ أَوْ آبَائِهِنَّ أَوْ آبَاء بُعُولَتِهِنَّ أَوْ أَبْنَائِهِنَّ أَوْ أَبْنَاء بُعُولَتِهِنَّ أَوْ إِخْوَانِهِنَّ أَوْ بَنِي إِخْوَانِهِنَّ أَوْ بَنِي أَخَوَاتِهِنَّ أَوْ نِسَائِهِنَّ أَوْ مَا مَلَكَتْ أَيْمَانُهُنَّ أَوِ التَّابِعِينَ غَيْرِ أُوْلِي الإِرْبَةِ مِنَ الرِّجَالِ أَوِ الطِّفْلِ الَّذِينَ لَمْ يَظْهَرُوا عَلَى عَوْرَاتِ النِّسَاء وَلاَ يَضْرِبْنَ بِأَرْجُلِهِنَّ لِيُعْلَمَ مَا يُخْفِينَ مِن زِينَتِهِنَّ وَتُوبُوا إِلَى اللَّهِ جَمِيعًا أَيُّهَا الْمُؤْمِنُونَ لَعَلَّكُمْ تُفْلِحُونَ ۞

اى پيغمبره!  موءمنانو  نارينه و  ته ووايه  چې خپل نظر تركنترول لاندې وساتي او دخپلو شرمځايونو  ساتنه وكړي، دا دهغو لپاره ډېره پاكه كړنلاره  ده ، هغوى چې څه كوي الله پرې خبرېږي .

او اى پيغمبره! موءمنو ښځو ته ووايه چې خپلې سترګې تركنترول  لاندې  وساتي. او دخپلو شرمځايونو  ساتنه وكړي او خپله  ځان جوړونه  او سينګار دې نه  ښكاره كوي پرته له هغه چې په خپله څرګند شي، او پر خپلو سينو دې  دخپلو پړونو  پلوونه  واچوي . هغوى  دې خپله ځان جوړونه سينګارنه ښكاره كوي مګر د دې خلكو په وړاندې: مېړونه، پلرونه، دمېړه پلرونه، خپل زامن، دمېړونو  زامن ( بنزيان)، وروڼه، ورېرونه، خوريونه، د خپلې طبعې  ښځې، خپل مملوك، خپل هغه لاس لاندې نارينه چې ښځو ته حاجت ونه لري، اوهغه ماشومان چې لا تر اوسه پورې دښځو له پټو خبرو سره اشناشوى نه وي او هغوى دې پرځمكه  باندې په زوره  پښو وهلو سره په داسې شان تګ نه كوي  چې دهغو دپټ كړي سينګار خلكو ته  معلومات وشي . اى موءمنانو!  تاسې ټول په ګډه سره الله ته توبه وباسئ، ښايي چې  برى  درپه برخه شي

دالله عزوجل استازي ګران پېغمبر حضرت محمد (ص) احاديث د ښځو په اړه زيات د احاديثوپه کتابونوکې شته، د ښځو په اړه يې څو لنډ احاديث را نقلوم:

 عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ رضی الله عنه قَالَ: قَالَ النَّبِيُّ صلي الله عليه وسلم: «السَّاعِي عَلَى الأَرْمَلَةِ وَالْمِسْكِينِ، كَالْمُجَاهِدِ فِي سَبِيلِ اللَّهِ، أَوِ الْقَائِمِ اللَّيْلَ الصَّائِمِ النَّهَارَ».  (بخاري)

ژباړه: ابو هريره رض وايې: نبي کريم (ص) وفرمايل: هغه څوک چې د کونډي  ښځي او غريب اړتياوو په پوره کولو کې هڅه او مرسته کوي، دغه څوک دهغه چا په ډول دی څوک چې د الله عزوجل په لاره کې جهاد کوي او يا دهغه چا په ډول دی څوک چې د شپي له خوا عبادت او د ورځي روژه وي.

عَنِ ابْنِ عَبَّاسٍ رضي الله عنهما قَالَ: لَعَنَ النَّبِيُّ صلی الله علیه وسلم الْمُخَنَّثِينَ مِنَ الرِّجَالِ، وَالْمُتَرَجِّلاتِ مِنَ النِّسَاءِ، وَقَالَ: «أَخْرِجُوهُمْ مِنْ بُيُوتِكُمْ». قَالَ فَأَخْرَجَ النَّبِيُّ صلی الله علیه وسلم فُلانًا، وَأَخْرَجَ عُمَرُ فُلانًا. (بخاري)

ژباړه: ابن عباس رضي الله عنهما وايې: نبي اكرم (صلی الله علیه وسلم) لعنت کړی دی په هغه نارينه وو چې خپل ځانونه د ښځو په ډول کوي، او لعنت يې کړی په هغه ښځو چې ځانونه د نارينه وو په ډول کوي. محمد رسول الله وويل چې دغه ډول نارينه او ښځينه له خپلو کورونو څخه د باندي وشړئ. ابن عباس رضي الله عنهما وايې چې هغه وخت نبي کريم (صلی الله علیه وسلم) پلانی او عمر (رضي الله عنه) پلانی  د هغوی له کورنوڅخه وشړل.

حضرت عايشه رَضِي اللَّه عَنْهَا وايې چې حضرت محمد (صلی الله علیه وسلم) به د حضرت خديجي رَضِي اللَّه عَنْهَا ډير زيات ياد کاوو، او کله چې به يې پسه حلال کړ هغه به يې ټوټه ټوټه کړ او غوښه به يې د حضرت خديجي رَضِي اللَّه عَنْهَا ملګرو ښځو او دوستانو ښځو ته وليږله.

عَنْ عَبْدِ اللَّهِ رضي الله عنه أَنَّ امْرَأَةً وُجِدَتْ فِي بَعْضِ مَغَازِي النَّبِيِّ صلی الله علیه وسلم مَقْتُولَةً، فَأَنْكَرَ رَسُولُ اللَّهِ صلی الله علیه وسلم قَتْلَ النِّسَاءِ وَالصِّبْيَانِ. (بخارى)

ژباړه: عبد الله‏ بن عمر رضي الله عنهما وايې: د نبي کريم (صلی الله علیه وسلم) د غزواتو څخه په يوه کې يې يوه مړه شوي ښځه پيدا شوه، د الله عزوجل رسول د ښځو او کوچنيانو وژل ناخوښ وګڼل.

عَنِ ابْنِ عَبَّاسٍ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُمَا: أَنَّهُ سَمِعَ النَّبِيَّ صلی الله علیه وسلم يَقُولُ: «لا يَخْلُوَنَّ رَجُلٌ بِامْرَأَةٍ وَلا تُسَافِرَنَّ امْرَأَةٌ إِلا وَمَعَهَا مَحْرَمٌ». فَقَامَ رَجُلٌ فَقَالَ: يَا رَسُولَ اللَّهِ، اكْتُتِبْتُ فِي غَزْوَةِ كَذَا وَكَذَا وَخَرَجَتِ امْرَأَتِي حَاجَّةً؟ قَالَ: «اذْهَبْ فَحُجَّ مَعَ امْرَأَتِكَ». (بخاري)

ژباړه: ابن‏ عباس  رضي الله عنهما وايې:چې وامې وريدل چې نبي کريم (صلی الله علیه وسلم) وفرمايل چې (هيڅ سړی دي له بيګانه ښځي سره خلوت ونه کړي، او هيڅ يوه ښځه دي پرته له خپل محرم څخه په سفر نه ځي). يو سړی ولاړ شو او ويې ويل: ای د الله رسوله! ما د پلانۍ غزا لپاره خپل نوم ليکلی دی، او ښځه مې غواړي چې حج ته ولاړه شي؟ دالله رسول محمد (صلی الله علیه وسلم) ورته وويل چې: د خپلي ښځي سره حج ته ولاړ شه.

که ننۍ انساني ټولنه ښځي ته هغه ټول حقوق چې قران او سنت ښودلي ورکړي نو بيا به د نړۍ په هيڅ ځای کې داسي ښځه پيدا نه شي چې ځان ته د غرب سپک او له تمدنه څخه وتلي حقوق وغواړي. هغه حقوق چې ننۍ غربي او شرقي ښځه يواځي د نانځکي په ډول د جنسي غريضي د اشباع او مادي ګټو لپاره کاروي. هغه حقوق چې پتمنه او عزتمنه مور، خور او لور په بربنډ ډول د سينما په پرده اوياد هم د تلويزونو په ښيښه د شتمنو د اعلاناتو لپاره په ناسم لباس او ناسم ډول ښکاره کول کيږي.

په دي هيله چې اسلامي نړۍ مسلمانو ښځو ته  د قرآن او سنت سره سم خپل ټول حقوق ورکړي او دښځو لپاره د غرب ناولي او ناسم حقوق له منځه ولاړشي.

پای

نظرمحمد مطمئن

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د