افغانستان

هند د افغانستان کانونو کې د ۱۱ ميليارده ډالرو له پانګونې لاس واخيست

نن ټکی اسیا (يکشنبه، غبرګولي ۳مه، ۱۳۹۴ل): هندي رسنۍ وايي، د هند کنسرسيوم تجاراتي شرکت، چې د افغانستان حاجي ګک اوسپنې کانونو کې يې د يوولس ميلياردو ډالرو پانګونې پرېکړه کړې وه، له خپلې پانګونې لاس اخيستی دی.

د کنسرسیوم شرکت غړي وايي، چې د افغانستان امنيتي ستونزې او د افغان حکومت نه همکاري او سخت شرطونه د دې لامل شول، چې دوی د حاجي ګک کان کې له پانګونې لاس واخلي.

کنسرسيوم شرکت ۲۰۱۱ز کال کې افغان حکومت سره په دې سلا شوی و، چې راتلونکو پنځلسو کالو لپاره به د حاجي ګک له کان څخه، فولاد او اوسپنيزې ډبرې را وباسي، مګر د نوي حکومت له لوري د نه همکارۍ او د افغانستان د امنيتي وضعيت له امله دغه شرکت د دومره زياتې پانګونې پرېکړه اخيستې ده.

ځينې شنونکي په دې اند دي، چې هند دا پرېکړه وروسته له هغې کړې، چې د ګډ حکومت له لوري د پاکستان څارګرې ادارې سره د امنيتي تفاهم ليک د لاسليکولو خبره روانه ده.

د حاجي کګ اوسپنې کان، چې باميانو ولايت کې دی، د کانونو وزارت په وينا د نړۍ په سترو کانونو کې شمېرل کيږي او په دغه کان کې يو ميليارد اته سوه ميليونه ټنه وسپنه موجوده ده.

که د حاجي ګک پر کان کار پيل شي، نو تر پنځه دېرش زرو هېوادوالو ته په کې د دندې زمينه برابريږي.

له نوي ډيلي خپرېدونکې فاينانشل ايکسپريس د کنسرسيوم د يو غړي له قوله وايي، چې دوی نه شي کولای په داسې يو قراداد کې پانګونه وکړي، چې راتلونکی يې له شک او ستونزو ډک وي او دوی وېره لري، چې کېدای شي د افغان حکومت د بې پرواهي او نه همکارۍ له امله دغه پروسه په منځ کې پاتې شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x