افغانستان

ظاهر قدير: له آی ايس آی سره تړون، د ډېورنډ منل دي

نن ټکی اسيا (يکشنبه، غبرګولي ۳مه، ۱۳۹۴ل): د ولسي جرګې مرستیال ظاهر قدير وايي چې د پاکستان له څارګرې ادارې سره د همکارۍ په نوم توافق لیک لاسلیکول د ډېورنډ کرښه د «پولې» د منلو په مانا دی.

ظاهر قدير د ولسي جرګې په پرونۍ عمومي غونډه کې پر دې ټینګار وکړ، چې د ګډ حکومت مشران باید د دې سند متن ولسي جرګې ته راولېږي.

 هغه وویل چې د دې تړون لاسلیک د ډېورنډ د منلو پر مانا دی او په خبره يې بیا نو مجبور یو چې ځينې نور مسایل هم ومنو.

نوموړي د «نورو مسائلو» په اړه توضیحات ورنه کړل، خو ويې ویل چې ولسي جرګه د خلکو د استازیو په توګه دا حق لري چې د دې سند متن مخې ته کېږدي او په اړه يې پرېکړه له ګډ حکومت سره شریکه کړي.

حاجي ظاهر قدير په داسې حال کې د ډېورنډ کرښې د منلو په اړه وېره ښکاره کوي، چې د ګډ حکومت له پیل سره د پاکستاني ځواکونو له لوري پر دې کرښه کيندنې روانې دي او نا تاييد شوي راپورونه وايي چې ګډ حکومت له پاکستاني ځواکونو سره پر ډېورنډ کرښه د امنیتي پوستو جوړولو هوکړه لیک هم لاسلیک کړی، چې د ډېورنډ بشپړ د « پولې » په توګه تاييدوي.

که څه هم د ګډ حکومت رسنیز مسوولین د ډېورنډ کرښې پر سر د امنیتي پوستو د شوي تړون متن له رسنیو سره نه شريکوي، خو دا تاييدوي چې دغه تړون لاسلیک شوی دی.

ډېورنډ کرښه چې د افغانستان او پاکستان تر منځ د ډېرو ناندریو جرړه بلل کېږي، پاکستاني ځواکونه يې ممکن په رسميت پېژندلو هم بسنه ونه کړي، ځکه چې اوس په ننګرهار، پکتیا، پکتیکا او ځينو نورو سیمو کې تر دې فرضي کرښې هم وړاندې افغان خاورې ته راغلي او پوځي عمليات يې هم ترسره کړي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
wakilahmad

السلام علیکم
درنو دنن ټکی اسیا درنوکارکوونکو ستاسو دازادی اوخپلواکی پاڼی دچلولونه یو دنیا مننه.یقینا ډیر ډیرلوی کارکوی
دومره جابرانه ظالمانه حکومتونو اودپیسو په دور کی چی تمامی رسنی انټرنیټی پاڼی تلویزون راډیوګانی حتی شخصی چینلونه هم دپاکی فضانه وتلی او دډالرو په چوپړ کی په خدمت بوخت دی
یواځی ستاسو دغه صفحه ده چی دمظلوم ملت سره هم غږی ده اودظالمانو سره په مبارزه بوخته ده اودحقانیت خبرنه خپروی

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x