نادري ناولده

يوې ۶۵ کلنې المانۍ ښځې په يو وار څلور بچي زيږولي

نن ټکی اسیا (يکشنبه، غبرګولي ۳مه، ۱۳۹۴ل): د غبرګلونو بچيو د پيدا کېدو خبر خو تل اورو او وينو، مګر يوې ۶۵ کلنې المانۍ ښځې په يو وار څلور بچي زيږولي دي.

الماني رسنۍ وايي، چې دغې ۶۵ کلنې ښځې، چې په خپله هم نيا ده، په يو وار څلور بچي زيږولي، چې درې يې هلکان او يوه يې نجلۍ ده.

د رسنيو په وينا د دغو ماشومانو وزن له ۶۵۵- ۹۶۰ ګرامه دی.

ډاکټران وايي، چې څلور واړه ماشومان له وخته مخکې پيدا شوي، مګر روغتيايي حالت يې د ډاډ وړ دی او تمه ده، چې راتلونکي وخت کې هم ښه صحت ولري.

د الماني رسنيو له قوله د څلورو پيدا شوو ماشومانو مور له دې وړاندې د ديارلسو اولادونو مور او د اوو ماشومانو نيا ده.

ويل کيږي، چې انيګرټ راونګ په نوم دغه ښځه المان کې د روسي او انګريزي ژبې استاده ده.

په يو ځای د څلورو ماشومانو زيږولو سره انيګرټ راونګ د نړۍ تر ټولو مشره ښځه بلل کيږي، چې په ۶۵ کلنۍ کې يې په يو وار څلور ماشومان وزيږول.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x