افغانستان

لوګر او غزني کې مشهور اربکي قومندانان وژل شوي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، غبرګولي ۳مه، ۱۳۹۴ل): د لوګر په محمد آغه او د غزني په قره باغ ولسوالیو کې د سیمو مشهور اربکي قومندانان د طالبانو په بمي او مخامخ بريدونو کې وژل شوي دي.

د لوګر د محمد آغې مشهور اربکی قومندان له خپلو شپږو تنو اربکیانو سره تېره ورځ د طالبانو پر خښ کړل شوي بم ور برابر شو.

 شا اغا چې په سیمه کې په ظلم او زو زیاتي مشهور و، تېر مازيګر د محمد آغې په واغجان سیمه کې د خښ کړل شوي ماین ښکار شو.

د لوګر امنيتي مسوولینو د دې پېښې په اړه څه نه دي ويلي، خو طالبانو د شا اغا وژل تاييد کړي دي او ويلي يې دي چې نوموړی له ډېر وخت راهیسې د دوی تر څار لاندې و.

د سیمې خلک د نوموړي په وژل کېدو خوښ برېښي او په خبره يې ښايي له دې سره په محمد آغه کې د اربکیانو زور اوبه شي.

په ورته توګه د غزني په قره باغ ولسوالي کې اربکی قومندان تورجان د طالبانو په مخامخ بريد کې له منځه تللی دی.

طالبانو نن سهار وختي د قره باغ په خالو خېلو سیمه کې د تورجان په پوسته بريد وکړ، چې نوموړی پکې ووژل شو او درې نور ملګري يې ټپیان شول.

تورجان په قره باغ په تېره بیا په خالوخېلو سیمه کې ښه نوم نه درلود، د سیمې اوسېدونکي وايي چې نوموړي به له نورو اربکي قومندانانو سره د «هلکانو» په ساتلو کې سیالي کوله.

ياده دې وي د ګډ حکومت په راتګ سره په ټول هېواد کې د اربکيانو کوم نوی مرکز نه دی جوړ شوی، خو خپلې پخوانۍ ګڼې پوستې يې يا طالبانو ته پرې اېښي یا هم هغوی په زور ترې نیولې دي.

نن هم د غزني په اندړو ولسوالي کې طالبانو د اربکيانو یوه پوسته بشپړه سوځولې او د درنې مرګ ـ ژوبلې دعوه يې کړې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x