شعـــــرونه

د پښتو ژبي او حماسو ځوان شاعر محمد نعیم« افغان »ته

زما د ادب  زما دپښتو ملګريه!
زما د نیمګړو ارمانو ملګریه!
تر افغاني احساس دي جار سم ګرانه!
«افغانه!» زما دترانو ملګریه!

ستا د زړګي په ستړي- ستړي دښت کي
«افغانه! » ستړي ارمانونه ګرځي
دیوه رنګین راڼه ادب لپاره
ستا پر اساس ذهن خیالونه ګرځي

کله دښکلو په مالت کي اوسې
په ګوتو اړوې  ورېښمیني څڼي
کله  بیا ویر پر شهیدانو  کوې
په  غزل  مینځې  ویني- ویني څڼي

ستا په غیرت ستا په شمله مي قسم
ستا د  ایمان په ترانه مي قسم
د پښتني غرور څپې دي مستي
ستا داحساس په اشیانه مي قسم

لا داحساس بګړۍ پر سر ګرځوې
پټ په ښکلا پسې نظر ګرځوې
دژوند وږې دي په غمونو درنې
جذبې دمیني په هنر ګرځوې

د یوویشتم قرن وحشي طوفان ته
«افغانه!» لوی زړه لکه غر ولاړ یې
د وحشتونو لېونۍ څپو ته
لکه کوږک لکه خیبر ولاړ یې

چي ستا دفکر پاڼي لولمه زه
په کي اوډلي دي رنګیني جملې
د امن زیري پر هر زړه اوروي
پکښي کي رسم دي د میني جملې

ستا د غزل ځولۍ له میني جوړه
وي په هرلفظ کي یې انځور دردونه
د حاطفې په پستو ګوتو باندي
پاشې د ښکلو پر پیکي ګلونه

چي ابابیل پرې دغزل را ګرځي
ستا داحساس کعبه ودانه غواړم
چي ابرهه دوخت یې توی سي پښو ته
ضمیر دي مست غوندي مستانه غواړم

د مایوسۍ او ناهیلۍ پر غونډۍ
جانانه!هسک کړه د هوډولو بیرغ
چي پر فضا باندي وزر ووهي
چي ورسیږي دویاړونو بیرغ

ستا د قلم ژبه لا ګونګه نه ده
لا نڅوي د حماسو سردوونه
د غلیم غوږته د مرګ زیري راوړي
دلته به خوري خپل بې مانا سرونه

پام چي پرې نږدې دقلم یارانه
معنوي ګټي د حقبا زېږوي
وي به انځور دګل ګلا ب پر پاڼو
دانقلاب ترانه بیا زېږوي

دلته په کار دی یو ذهني اوښتون
چي پکښي نغښتی وي ځلانده سمون
راسه چي وایو دیوه یون ترانه
د شپې پر ضد وکړو دستورو پاڅون

زه چي په لپو کي دعا کرمه
ستا دخواږه عمر شېبې غواړمه
«ستوری» دي لمانځم په رنګینو کرښو
ستا ژبوري ترانې غواړمه

شاعر:عبدالله ستوری -کندهار

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x