
شعـــــرونه
نه يو خبرـ الهام
دنيا فاني بولوخو موږ په عقبا نه يو خبر
د جنتو هيلي لرو په تقوا نه يو خبر
د قبليدو سوال يې پنځه وخته په كلكه كوو
نور د لموځونو د ركنو په ا دا نه يو خبر
په خوله خو وايو چي مومال اوسر قربان له دينه
مالونه ساتو او د سر په سودانه يو خبر
چي څو روژې مو د ماښام تر آذان ورسېدې؟
موږ دروژې مياشته كي كړې ګنا؟ نه يو خبر
آرام اولاد او شتمني هم آرام صحت ګنو
له خوار ژوندونه ګيلمن په قضانه يو خبر
سخا سپېڅلى صفت دى ستايو عثمان غني
د خپلې لوږې خيال ساتو په ګدا نه يوخبر
چي مولوي صاحب به څه وايي پرې نه پوهيږو
آمين آمين وايو له زړه په دعا نه يو خبر
زموږ ار واوې فطرتآ ځي د جنت په لوري
دا چي منزله پوري رسي كه يا نه يو خبر
الهامه ! څو پوري به ځو لكه ړانده په امساء
الهامه ! دا مو ناكامي ده چي دا نه يو خبر
چي مولوي صاحب به څه وايي پرې نه پوهيږو
آمين آمين وايو له زړه په دعا نه يو خبر