نادري ناولده

جاپان کې دوه خټکي په ۱۲۴۰۰ امریکايي ډالرو وپلورل شول

نن ټکی اسیا (یکشنبه، غبرګولي ۳مه ۱۳۹۴ل): په نړۍ کې په ورځنۍ ډول ډیر شمیر کسان په زرګونه ډالر په مختلفو څیزونو مصرفوي خو جاپان کې بیا یو کس د دوه خټکي ترلاسه کولو لپاره زرګونه ډالر ورکولو ته تیار شو.

جاپان کې خټکي ډیر زیات ارزښت لري او جاپانیان يي ډیر زیات خوښوي خو چا ګومان هم نه کاوه چې یوازې دوه خټکي دې په ۱۲۴۰۰ امریکايي ډالرو وپلورل شي.

د جاپان په سویلي هکایډو نومې سیمې ساپورنینټرل نومې مارکیټ کې دوه خټکي د لیلام لپاره وړاندې شو. زیات شمیر کسانو د دغو خټکیو پیریدلو لپاره مختلفې بيې ورکړې خو اخري کس دغو خټکیو اخیستلو لپاره ۱۲۴۰۰ ډالر بیه ورکړه چې خټکي هم په همدغه کس وپلورل شو.

د جاپان په دغه بازار کې هر ډول میوه د لیلامۍ له لارې خرڅیږي چیرته چې د جاپان شتمن خلک له یو بل سره رقابت کوي. په دغه بازار کې د شتمنو شتون له امله هره میوه ډیر په قیمته بیه خرڅیږي.

هیره دې نه وي چې له دې وړاندې د جاپان په جنوبي ښار میازاکي کې یوه جوړه ام د ۱۷۶۰ پاونډ په بدل کې پلورل شوی و.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x