افغانستان

هلمند: سنګين کې پر ګڼو امنيتي پوستو ډله ييز بريدونه روان دي

نن ټکی اسیا (يکشنبه، غبرګولي ۳مه، ۱۳۹۴ل): د هلمند ولايت سنګين ولسوالۍ کې طالبانو پر ګڼو امنيتي پوستو ډله ييز بريدونه کړي دي.

د هلمند ولايت چارواکي وايي، چې طالبانو تېره شپه ناوخته د سنګين ولسوالۍ پر لسو امنيتي پوستو د سپکو او درنو وسلو ډله ييز بريدونه پيل کړي.

اسوشيټيډ پريس د سنګين ولسوالۍ امنيتي چارواکو له قوله ليکلي، چې طالبانو تر اوسه درې امنيتي پوستې نيولي او لس عسکر يې وژلي دي.

د هلمند د ګډو قواوو د همغږۍ د مرکز مرستيال اسماعيل هوتک افغان اسلامي اژانس ته ويلي، چې په دغه جګړه کې د امنيه قوماندانۍ د ټولي د قرارګاه قوماندان نعمت الله په ګډون يوولس تنه وژل شوي او د يو بل قوماندان په ګډون شپاړس تنه ټپيان دي.

د هوتک په وينا ګڼو عسکرو سره يې اړيکه پرې شوې او تر اوسه دوی نه پوهيږي، چې دغه عسکر طالبانو وژلي او که ژوندي يې نيولي دي.

ښاغلی هوتک زياتوي، چې اوس هم د سنګين سويل ته په يو کيلوميټرۍ کې جګړه روانه ده او طالبانو د ملي اردو دوه ټانکونه سوځولي او يو يې له ځان سره بوولی دی.

افغان اسلامي اژانس د هلمند يوې امنيتي سرچينې له قوله ليکلي، چې تر اوسه د دولسو عسکرو مړي تر لاسه شوي او د دوی له اټکله د وژل شوو عسکرو شمېر له دېرشو اوښتی دی.

راپورونه وايي، چې اوس هم د دواړو لوريو تر منځ خونړۍ جګړه روانه ده او د طالبانو د تلفاتو په اړه څه نه دي ويل شوي او نه يې د جګړې په ډګر کې مړي او يا ټپيان ليدل کيږي.

د طالبانو وياند قاري محمد يوسف احمدي رسنيو ته په لېږل شوې خبرپاڼه کې د يادې جګړې پخلی کړی او وايي، چې ملګرو يې تر اوسه درې پوستې نيولي او د قوماندان په ګډون يې ۴۵ عسکر وژلي دي.

خبر پاڼه زياتوي، چې جګړه تېره شپه يوه بجه د سنګين بازار ته څېرمه «ګومبتو او سرغوږيانو» سيمه کې پيل شوې او د څلورو ساعتونو وسله وال بريد په ترڅ کې يې درې پوستې په بشپړه توګه نيولي او څلورمه پوسته د درنو وسلو پر مټ ونړول شوه.

د قاري محمد يوسف احمدي په وينا په دغه جګړه کې د قوماندان ستار په ګډون ۴۵ عسکر وژل شوي او د قوماندان محمد مير په ګډون ۱۳ تنه ټپيان دي.

احمدي زياتوي، چې دغه جګړه کې د دوی يو ملګری وژل شوی او يو بل ټپي دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x