افغانستان

وردګو او غزني کې ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې

نن ټکی اسیا (يکشنبه، غبرګولي ۳مه، ۱۳۹۴ل): د ميدان وردګو ولايت دايميرداد ولسوالۍ کې د ولسي وګړو پر سپارلۍ موټر د ماين چاودنې له امله دوه تنه وژل شوي او شپږ نور ټپيان دي.

د ميدان وردګو ولايت وياند عطاءالله خوږياڼي رسنيو ته په لېږل شوې خبر پاڼه کې څرګنده کړې، چې چاودنه نن سهار اوونيمې بجې هغه مهال رامنځته شوه، چې د ولسي وګړو ټونس ډولی موټر د دايميرداد ولسوالۍ سلطانخېلو سيمه کې تېرېده.

د خوږياڼي په وينا په دغه چاودنه کې دوه ولسي وګړي وژل شوي او د يوې ښځې او دوو ماشومانو په ګډون شپږ تنه نور ټپيان شوي دي.

خبرپاڼه زياتوي، چې ټپيان د دايميرداد ولسوالۍ دولتي روغتون ته لېږدول شوي دي.
د ټپيانو د روغتيايي حالت په اړه څه نه دي ويل شوي.

د يو بل خبر له مخې تېره ورځ د غزني ولايت ګيلان ولسوالۍ کې هم په يو موټر سايکل کې د ځای پر ځای شوي ماين له امله څلور ولسي وګړي وژل شوي دي.

د غزني ولايت وياند شفيق ننګ صافي رسنيو ته په لېږل شوې خبرپاڼه کې څرګنده کړې، چې دغه چاودنه د ګيلان ولسوالۍ «اغوجون» کلي رامنځته شوې ده.

د ننګ په وينا د چاودنې قربانيان يو سړی، د هغه مېرمن او د دوی دوه ماشومان دي، چې څلور واړه په موټر سايکل سپاره وو.

تر اوسه د وژل شوو وګړو هويت نه دی په ډاګه شوی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
ابن شهید ين

بداسي خبر ددي صفحي متعلقين هيس نو عة تبصرة نكوي …………………….
حسبنا الله ونعم الوكيل ..

ابن شهید ين

مره دي شي ودي وزل شي هيس بر وا نه لري……….طالبان صا حبان يي له يو طرف وزني ..او اربيكان ظالمان يي له بل طرف وزني
بولس ملي اور دو او امريكا يا نو خو هسي له سري ددي ملت دوزو قصد كري او لا يي وزني
خو زه حيران يم ددي صفحي متعلقين او مخلصين جي دداسي وا قعي او خبر لاندي هيس نظر يا تبصره نه ليكي
دا دوهم زل ده جي زه يي وينم ..زه.بيا وايم حسبنا الله ونعم الوكيل

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x