د نن سرلیکنه

د قطیف انفجار په سعودي کې د مذهبي جګړې خونړۍ پیلامه

نن ټکی اسیا – سرمقاله: د جمعې په ورځ د سعودي عربستان په شمال د قدیح نومي ښار په جامع مسجد کې د ځان وژونکي برید له کبله ۱۲۱ لمونځ کوونکو ته مرګ ژوبله واوښتله.

د ا انفجار په سعودي عربستان کې د خپل نوعیت له مخې لومړنۍ پیښه ده چې په مسجد کې د مذهبي شعائرو ( د جمعې دلمانځه ) د اداء کولو پرمهال رامنځته کیږي او قربانیان يي هم ټول د مسجد عادي لمونځ کوونکي دي. د روان کال د مارچ په میاشت کې پر یمن باندې د شیعه پلوه حوثیانو پرخلاف د سعودي عربستان په مشرۍ د عربي ټلوالې د هوايي بریدونو په وړاندې د سعودي په داخل کې د مذهب په نوم د دا ډول خونړیو پیښو ډير اټکل کیده. د یمن د جګړې په پیل کې د منځني ختیځ د پیښو څیړونکي پردې نظر ول چې یاده جګړه په اصل کې د جزیرة العرب په خاص ډول د حرمینو د نا امنه کولو لپاره پیل شوې.

دا چې اوس د جګړې له پیل نه نیږدي دوې میاشتې تیریږي خو لاهم په ساحه کې هغه هیڅ ډول پایلې نه لري.

صنعاء اوس هم د ایران پلوه حوثیانو په ولکه کې ده او د یمن ګوښه کړل شوی ولسمشر منصور عبدربه لا هم له ریاض څخه پر صنعاء د واکمنۍ قومانده ورکوي.

د یمن ایران پلوي حوثیان او ‌دشړل شوي ولس مشر عبدالله صالح پلویان نه داچې د ایتلافیانو د بمباري له امله کمزوري شوي نه دي بلکي د دې توان یې پیدا کړی چې د سعودي په سرحدي سیمو نجران او جیزان باندې بریدونه وکړي او هلته د خلګو امنیت وګواښي.

د یمن سرحدي سیمې د سعودي عربستان له مکې مکرمې ښارڅخه ۷۰ کیلو میټره واټن لري ، که دا جګړه نوره هم اوږدیږي خامخا به یې منفي اغیزې تر حرمینو الشریفینو پوري رسیږي او د اسلامي نړۍ په کچه د امن یواځینی مرکز مسجد الحرام به هم ورسره نا امنه کیږي.

که څه هم د قطیف ختیځ ولایت د انفجار مسؤلیت په عراق کې د اسلامي دولت ډلې پرغاړه اخیستی او د هغوی ویاند په جزیرة العرب کې نورهم د دوي په خبره د مشرکینو او د هغوی د معابدو په وړاندې د دا ډول بریدونو خبر داری ورکړی خو په حقیقت کې داډول کړنې د نړۍ د مستکبرو ځواکونو لخوا د اسلامي نړۍ د بي ثباتي او نا امني لپاره هغه دسیسه ده چې د مذهبې جګړې ترنامه لاندې یې پیل کړې او متضررین یې ټول مسلمانان دي.

دا چې نن له مسجد حرم نه په لیږ لیري فاصله کې د شیعه مذهبه وګړیو د حضرت امام علي رضی الله عنه مسجد د مشرکینو د معبد په نوم په نښه کیږي سبا به خدای مکړه همدا کسان (شیعه وګړي ) د مسجد حرام په مطاف کې د طواف په حالت کې هم د ورته تور له امله په نښه او په دې ډول به د حرم مکي د هتک حرمت ترڅنګ هلته هم د نارواقتلونو لړۍ پیلیږي.

د مذهبي نارواجګړې په نوم کومه فتنه چې همدا اوس په منځنی ختیځ کې روانه ده هیڅ لوری یې پربل لوري د کامیابي چانس نه لري او هره ورځ د اسلامي امت لپاره نوي نوې فتنې زیږوي.

خدای تعالی دي د یادې سیمې مسلمانو اوسیدونکو ته د رشد هدایت ورنصیب او ټول اسلامي امت ته د ښمنانو د ماکرانه دسیسو له شره نجات ور په برخه کړي .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طالوت

له لیکونکی نه په مننه سره منو چی داسی اټکلونه به سم وی خو تر کومه ځایه چی د شیعه ګانو عقیده او تګلاره ده د هغو تناسب له افغانی شیعه ډلو سره د پرتلی وړ نه ده. د کره سرچینو له مخی د نجد د منطقی دا ډلی په پراخه پیمانه له اسلامی دولت سره په جګړه بوخت دی. او دا چی بل مثل عمل هغوی که په حرمینو کی له مسلمانانو وانخلی حتماً به یی له شامی مسلمانانو واخلی. دا اور په تر هغو وی تر څو دا پس فطرته رافضی ډلی له منځه لاړی نشی. بله ګټه… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x